د ممبۍ بريدونو مهم تورن تهور راڼا د ميډال په څير درناوي د ترلاسه کولو خواهيش لري
ليکنه : د معين الدين خان
ژباړه : د هريندر کمار سواتي
د ۲۰۰۸م کال د نومبر په ۲۶مه نيټه شوي د ممبۍ ترهګريز بريد تورن ، تهور رانا په اړه یو په زړه پورې انکشاف شوي کوم چي ښاي چي د ۲۰۰۸م نومبر په مياشت کي چي لشکري طيبه په ممبۍ کي کومه حمله کړي وه هغي لپاره په لويه کچه تيارسي شوي وه او پخپله پاکستاني تاسیساتو هم په دې حملو کې د پام وړ رول لوبولی و. البته پاکستان تل دا خبره رده کړې چې ګيني هغه په هند کې شوي په دغه بریدونو کې کوم لاس لري او نه ترهګردي ته هڅوي.د پاکستان دوه لوی تروریستي سازمانونو په هندوستان کې يو شمير کوچني او لوی بریدونه کړي دي. او دا سازمانونه مستقیم د پوځ لخوا هڅول شوي
په زړه پورې خبره دا ده چې پاکستان د انکار سره سره دا مني چې ترهګریز سازمانونه د هغې تر څارنې لاندې رامینځته شوي . بيلګي په توګه ، پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف څو څو واره دا ویلي چې پاکستان د لشکر طیبه په ګډون ځینې سازمانونه جوړ کړي وو. او پدې وروستیو کې ، د عمران خان په کابینه کې لوړ پوړی وزیر فواد چوهدري هم پدي وياړ وکړ چې پاکستان په پلواما یرغل کړی وو او هند یې ژوبل کړي وو . په بل عبارت ، هغه دا کریډیټ د ترلاسه کولو کوشش وکړ چي په پلوامه کي د هند ۴۰ سرتيرو په شهادت کي د پاکستان لاس وو . داسي په ويلو پاکستان خپله زړورتیا ښايي او اوس تهور راڼا او ډيوډ هيډلي په اړه د امريکا په محکمه کي چي کوم انکشافات او څرګندوني شوي د هغي څخه ډير څه رڼا ته راغلي . تهور راڼا پاکستاني نژاده کناډايي وګړي دي کله چي ډيوډ هيډلي عرف داود جيلاني د پاکستان امريکايي وګړي دي . دا دواړه د ممبۍ په بريدونو کي نه يواځي شامل وو بلکه پدي کي يي پوره رول لوبولي وو
طهور رانا د ممبي بریدونه په پلان کولو کې د ایف بي آی پخواني ايجنټ ډیویډ هیډلي مرسته کړي وه . د متحده ایالاتو یوې محکمې هغه په ۲۰۱۱م کي تورن په ګرځولو دا د ۱۴ کالو د بند په سزا محکوم کړي وو . ډیویډ هیډلي هم محکوم شوی و مګر د متحده ایالاتو سره د یوې موافقې له مخې هغه ته یوازې په متحده ایالاتو کې سزا ورکړي کیدی شي. بيا هم هغه ته د ۳۵ کالو د بند سزا ورکړي شوه . هغه به هندوستان ته و نه سپارل شي مګر طهور رانا ، چې د ممبۍ بریدونو په تړاو د اين ايي اي لخواه مطلوبه دي ، هڅي رواني دي چي هند ته يي وسپارل شي
د کالیفورنیا په محکمه کې د متحده ایالاتو چارواکو لخوا وړاندې شوي کاغذونه یو شمیر مهم حقایق رڼه ته راولي . د مثال په توګه ، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸م پورې ، طهور راڼا د خپل ماشومتوب ملګري ډیویډ هیډلي سره د ممبۍ په بریدونو کې مرسته کړې وه او پدي هکله پلان يي جوړکړي وو. د لشکر طیبه سره د هیډلي اړیکې د ۲۰۰۸م څخه دمخه رامینځته شوي وي او د اسنادو له
مخي هیډلي د ۲۰۰۶م په جون کې په شیکاګو کې د طهور رانا سره ليدلي وو . هغه ته یې د لشکر طیبه سره د خپلو اړیکو په اړه وينا کړي وه او طهور ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه او د پلان سره سم ، هغه په ممبۍ کې د خپل سوداګرۍ یوه څانګه پرانستله ترڅو هیډلي سره مرسته وکړي
وروسته هیډلي پاکستان ته سفر وکړ او د لشکر طیبه له مشرانو سره یې وکتل. طهور راڼا د ممبۍ څانګې په پرانستلوله هیډلي سره مرسته وکړه ، او هیډلي په ممبۍ کي د مختلفو ځايونو کتنه وکړه او د بريدونو لپاره ځینې ځایونه یې په ګوته کړل
د ۲۰۰۸م کال ممبئ حملو کي ښکيل ۹ ترهګر ووژلي شول او يو ژوندي پاتې شوی ترهګر ، اجمل قصاب ونیول شو چي څو کاله وروسته محاکمه او اعدام شو
تهور راڼا او هیډلي په متحده ایالاتو کې هم محکوم شوي وو. د اجمل قصاب د ژوندي نیول کیدو وروسته هغه چې کومي څرګندوني کړي په هغي کي د لشکر طیبه بنسټ ایښودونکی حافظ سعید او د پاکستان پوځ هم په دغه توطیه کې کلیدي رول لوبولی و. د ډیویډ هیډلي بیان څخه هم دا خبره تایید شوي وه. حافظ سعید د ممبۍ د حملوتورن دي خو تر دې دمه د ممبی د حملو په تړاو نه دی محکوم شوی او نه هم د هغه پر ضد کوم بل اقدام شوی
د کالیفورنیا ولسوالۍ په محکمه کې د متحده ایالاتو چارواکو لخوا هندوستان ته د طهور رانا د تحریم په اړه وړاندې شوي یادداشت ته یو شمیر معتبر او نامتو ورځپانو لاسرسی کړي . پدې کې ډیرحقایق رڼه ته راغلي .ایف بي آی د طهور رانا او هیډلي ترمنځ د خبرو اترو ریکارډ لري. رانا دا هم ویلي و چې هغه ته باید د ممبۍ په حملو کې ارزښتناک خدمات ترسره کولو لپاره لوي مډال ورکړل شي
تمه کیږي چې کله طهور رانا هند ته وسپارل شي او ورڅخه پوښتنې وشي نو ډیر نور انکشافات به په ګوته شي او دا به هم معلومه شي چې د ممبۍ بریدونو ترشا سازش څومره ژور وو

Comments
Post a Comment