د متحده عربي اماراتو سره د هند پیاوړي ستراتیژی اړيکي

ليکنه : د پروفيسور پي ار کمارا سوامي

ژباړه او وينا : د هريندر کمار سواتي

تیره اونۍ متحده عربي اماراتو ته د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر دوه ورځنی سفر ، د کوویډ-۱۹ څخه پس نوي وضعيت په ترڅ کي د هند د ستراتیژۍ یوه برخه ده. د هند او اماراتو ترمنځ د اړیکو وده او نيک نيتي هغه وخت څرګنده شوه کله چې د بهرنیو چارو وزیر د ابو ظهبي له شهزاده او د متحده عربي اماراتو له اصلي واکمن ، شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره ليدنه وکړه. متحده امارات د خلیج په سیمه کې د هند مهم ستراتیژیک ملګری دی

هندي اتباعو ته د پاملرنې په برخه کې د اماراتو هڅي هند لخواه ستايلو سربیره ، دواړو مشرانو په سیمه ایزو او نړیوالو مسلو د دوه اړخیزو اندیښنو په هکله هم خبرې وکړې. وروسته ، ډاکټر جی شنکر د خپل اماراتي همکار سره تفصيلي خبرې وکړې چې پکې د دوی د سوداګرۍ ، پانګوونې ، زیربنا ، انرژي ، خوراکي توکو امنیت او دفاع په ګډون د هراړخیز ستراتیژیکي ملګرتیا ته بیاکتنه وشوه. دوی پدې وروستیو کې په سیمه ایز او نړیوال تعولاتو هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې په څو اړخیزو مسلو به همغږي کولو ته دوام ورکړي

دا د متحده عربي اماراتو څخه د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنۍ لیدنه وه چې تیرکال یې د دفتر چاري سنبهالي کړي. د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له امله ، بهرني سفرونه ورو ورو د فبروري له نیمې راهیسې بند شول.دا د بهرنیو چارو وزیر دریم بهرنی سفر و ځکه چې محدود بهرني سفرونه یوازې د سپټمبر په پیل کې شروع شوي . روسیه او جاپان هغه نور هیوادونه و چې اماراتو نه علاوه ډاکټر جی شنکر ورڅخه لیدنه کړي

د لاک ډاون په جریان کې ، لومړي وزیر مودي او ډاکټر جی شنکر ، دواړو د اماراتو مشرتابه سره خبرې کړي وي او د کوویډ اړوند په مرستندویه فعالیتونو یې همغږي کړي وه . په حقیقت کې کله چي د اګست په ۱۵مه د اماراتو او اسراییلو ترمنځ اړيکي د نورمال کیدو اعلان وشو، د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید بن سلطان ال نهیان ډاکټر جی شنکر ته ټلیفون وکړ او هغه ته یې لنډ معلومات برابر کړل

د بهرنیو چارو وزیر په لیدنه کې په اماراتو کې د هندي ټولنې له غړو سره آنلاین تعامل هم شامل و. که څه هم له ۲۰۱۴م کال راهیسې دا غونډه د خلیج مهاجرت په اړه د مخ په زیاتیدونکي بې باورۍ په صورت کي اهمیت لري. لکه څنګه چې وزارت یادونه وکړه چي هندي کارمندانو لپاره دا اړينه ده چې د کووید وروسته سناریو کې دندې بیا پیل کړي ، د هندوستان په اجنډا کې خورا لوړ ځاي لري

د سپتمبر تر ۱۵مي پورې ، هندوستان د وندي بهارت ماموریت لاندې د متحده عربي اماراتو څخه ۴ لکه ۵۷ زره ۵۹۶ کسانو په ګډون له ۱،۳۸ ملیونو څخه ډیر اوسیدونکي کورونو ته رارسولي . دا مهال په متحده عربي اماراتو کې شاوخوا درې ملیونه هنديان ژوند کوي او کار کوي ، او دا د هیواد څخه بهر د هنديانو لوی شمير دی. په دې توګه د بهرنیو چارو وزیر د بهرنی هنديانو خوندیتوب او هوساینې لپاره ډاډ ورکړ

د واکسین په ترڅ کې د ډیرو هيلو خبرونو سره ، هند هم خلیج سیمې ته د مهاجرو بیرته ستنیدو په شمول نوي نورمال وضعيت ته ورو ورو بیرته راستنیدو لپاره چمتووالی نیسي. د اقتصادي خړپړتیا سره ، نږدې یو ملیون هنديان د خلیج عرب هیوادونو څخه بیرته راستون شوي چې په ۲۰۱۹م کال کې یې اته ملیونه هنديان کوربه وو. کوویډ - ۱۹ هم دغه سیمې ته د تازه کارمندانو کلنۍ مهاجرت کنګل کړ ، او امارات له هندوستان څخه د کارګرانو مهاجرت بيا راژوندي کولو لپاره کيلۍ لري

سربیره پردې ، د هند اقتصادي بیا رغونه د هند او اماراتو ترمنځ تجارت شاوخوا څرخيږي . د وبا د خپریدو دمخه ، متحده امارات د هندوستان دریم لوی سوداګریز ملګری و او د ۵۹،۹ ملیارده ډالرو څخه زياته سوداګري روانه وه . د هند اقتصادي بحران (خوا که په نړۍ کې هم ده ) په پراخه کچه د هند او اماراتو ترمنځ په دوه اړخیز تجارت تکيه لري . که څه هم توضیحات پیچلي او مبهم دي بيا هم ، یو څوک کولی شي چي ددي امکان وڅيړي چې د ډاکټر جی شنکر لیدنې په جریان کې به څه شوي وي . د جو بایډن انتخاباتي بریا ، د ایران سره د امریکا ډیپلوماټیکې همکارۍ او په خلیج کې د کړکیچونو احتمالي کمیدو لپاره هیلې راپورته کړې. که څه هم د پرمختګ هرکلی کيږي ، خو د ولسمشر ټرمپ لخوا لغوه شوي اتومي تړون ته هرډول راستنیدل به متحده عربي اماراتو او نږدې متحد سعودي عربستان لپاره جدي امنیتي ستونزې ولري

سربیره پردې ، تر یوې اندازې په یمن کې د بریالي نظامي کمپاین له امله ، امارات ژمن دی چې خپل نظامي ځواک ډیر کړي او د ۵۰ ايف-۳۵ جنګي الوتکو په لټه کې دی ، چې د متحده ایالاتو جنګی الوتکي دي. د اسرایل سره د اړیکو نورمال کول یو څه برخه له هغه تړون سره تړاو لري چې اټکل کیږي له ۱۰ملیاردو ډالرو پوري ارزښت لري . او پلور ته متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خپله منظوري ورکړي او دا هم هغه وخت کله چي ولسمشر ټرمپ بایډن ته وبيلله. سربیره پردې ، د اماراتو او اسراییلو ترمنځ نورمال شوي اړيکي هند ته لوي فرصت برابروي چي ټيکنيکي روابطو د لياري دواړو هیوادونو سره خپلې بوختیاوې زياتي کړي

وروسته له هغه چې ښاغلی نریندرمودي لومړی وزیر شو ، متحده عرب امارات د خلیج په سیمه کې د هند پیاوړي مرکز په توګه راپورته شوي ، چې د سیاسي ، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو له لارې څرګندیږي. د ډاکټر جی شنکر لیدنه د هند خلیج پالیسي کې د متحده عربي اماراتو د ستراتیژیکي اهمیت یادونه ده

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت