سوله د پرمختګ لپاره یو شرط دی
لیکنه : د منصور الدین فریدی
ژباړه او وینا: د هریندرکمار سواتی
هند تل د پرمختګ لپاره د سولې پر اهمیت ټینګار کړی ، د دې لپاره یې د تروریزم له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار کړی ، په عین وخت کې نه یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې یی بیګل غږیدلی بلکې په عمل کې یې نړۍ د یو موټی کولو نوښت هم کړی. نړۍ له تیرو وختونو څخه تر ننی نیټې پورې د هند د هڅو او فکرونو ستاینه او ملاتړ کړی . په داسې یو چاپیریال کې چیرې چې د کورونا ناروغي نړۍ ته یوه جدي ننګونه ده ، هند یوځل بیا د تروریزم پروړاندې د یووالي شعار اوچت کړ ترڅو پرمختګ ته نوره لاره هواره کړي
د شانګهای د همکاریو سازمان حکومتونو د مشرانو په اوولسمه ناسته کې ، د ولسمشر مرستیال ایم وینکیا نائیډو بیا نړۍ ته د هغو هیوادونو پروړاندې خبرداری ورکړه چې ترهګري د دولت د پالیسۍ په توګه کاروي. هغه پر غړو هیوادونو غږ وکړ چې په نړیواله کچه پیژندل شوي قوانین پلي کړي ترڅو هغه خوندي ځایونه ، جوړښتونه او مالي شبکې له مینځه یوسي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. له همدې امله هند په هره موقع ددې اړتیا لپاره ټینګار کوي ، ځکه چې ترهګري په نړۍ کې ترټولو لویه ننګونه ده
باید یادونه وشي چې هندوستان په ۲۰۱۷م کال کې د شانګهای د سازمان بشپړ غړی جوړ شوی وو او اوس د دې سازمان غږ په یوریشیا سیمه یا د اروپه او اسیه په سیمه کې خورا مهم دی ، له همدې امله د دې سازمان یوه مهمه غونډه د کورونا ناروغۍ پرمهال جوړه شوې وه. په ورته وخت کې دا لومړی ځل و چې د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو غونډې کوربه توب هندوستان کړی وو. د تروریزم په اړه د هند دریځ خورا روښانه دی چې تروریزم د بشریت دښمن دی ، دا یواځی یو هیواد یا ملت ته تاوان نه رسوي بلکه د ټولې نړۍ لپاره سزا ده ، نو هر څوک باید د ترهګرۍ پر وړاندې متحد شي. پدی ترڅ کی باید په ګډه مبارزه وشي. په حقیقت کې ، کله چې د پولې پورې غاړې ترهګرۍ خبره کیږي ، د پاکستان رول هم روښانه کیږي
هند په دوامداره توګه په خپله خاوره ترهګرۍ ته د پاکستان د ملاتړ پر ضد خپل غږ اوچت کړی دی او هڅه یې کړې چې نړۍ د تروریستانو له نفوذ او تخریب کارونو څخه خبر کړي . د نومبر په ۲۱مه نیټه په کشمير کې وژل شوي تروريستان د ولسوالۍ شورا ټاکنی ګډوډ کولو په نيت راغلی وو ، دا د جمو او کشمير څخه ۳۷۰ مه ماده د منعل کولو څخه پس لومړۍ ټاکنې دي. هند پاکستان ته خپله اندیښنه ښکاره کړی چې د هغې خاورې څخه ترهګرې ډلې په دوامداره توګه په هند بریدونه کوي
د مالي اقداماتو کاري ځواک (ایف ای ټی ایف ) پریکړه چې ترهګر سازمانونو ته مالی مرسته ورکولو لپاره پاکستان په خړ لیست کې وساتي د پاکستان دغه منفي رول تاییدوي. نړۍ پوهیږي چې هند په سوله ، امنیت او سوکالۍ ټینګ باور لري ، هند تل د تروریزم ، د وسلو غیرقانوني قاچاق ، مخدره توکو او پیسو مینځلو پر وړاندې خپل اواز پورته کړی. هاغه هیوادونه چې ترهګري د دولت د پالیسۍ په توګه کاروي نه یواځی ځان بربادوۍ بلکه خپلو ګاونډیانو او د سیمې پرمختګ لپاره ستونزه ده
هند د شانګهای د همکارۍ په منشور کې ذکر شوي اصولو سره سم د شانګهای د همکاریو سازمان لاندې کار کولو لپاره په خپلو کړو ژمنو کې ثابت پاتې شوی. دواړخیزی ستونزی د اوچتولو هڅې د شانګهای د همکارۍ منشور او د شانګهای د روحیې سرغړونه ده
د شانګهای په ناسته کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان نه ګډون بل داسی ثبوت دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان جګړه څومره په پټه خوله روانه ده
پاکستانی مشرتابه تل خپل مخ پټولو ته ترجیع ورکړې ده ، دا ځل هم پاکستان خپل سر ټیټولو ته تیار نه دی . دا ښیې چې د پاکستان لپاره څومره ستونزمنه ده چې په خپله خاوره کې د تروریستي ځواکونو مخه ونیسي . هند تل ټینګار کړی چې سوله د پرمختګ لپاره ترټولو مهمه اړتیا ده ، له همدې امله د ترهګرۍ ټولې بڼی غندل شوې
هندوستان په لویه کچه نړۍ ته دا په ویلو کې بریالی شوی چې ترهګري د یو هیواد ستونزه نده ، ګردی نړۍ ته به ددی قیمت ادا کول وی. ګډې هڅې ته اړتیا ده چې د دواړو قواوو ترمینځ د ټکر ویرې کمولو کې مرسته وکړی
اجاره سوله در قزوین
ReplyDeleteاجاره سوله