هند او چین اړیکو لپاره لومړنی شرط: سوله او آرامتیا

ليکنه: د محمد خيور حسن

ژباړه: پوشپا کماری



د هند پخواني لومړي وزیر مرحوم اټل بهاري واجپایي ویلي وو چې "ملګري تبادله کیدای شي ، ګاونډیان نه." هغه د۱۹۹۹م کال د فبروري په ۲۱مه نېټه له خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره د ښو اړیکو د رامینځته کولو په موخه لاهور ته تللی وو، خو دوې میاشتې وروسته ، پاکستاني عسکرو د کارگل جګړه پیل کړه. هندوستان مجبور شو چې د "نظامي عملیات " په لاره واچوي. دا د هندوستان د حکومت لپاره یوه ترخه تجربه وه ، خو دا یې نه خوښوله چې راتلونکی د هم د تیرو ترخو تجربو کې تیر شي. د هند حکومت له ګاونډیو سره د ښو اړیکو لپاره د آګرې ناسته جوړه کړه. دا بریالی نه شوه. له هغې وروسته ، بیا د هند بل لومړي وزیر ښاغلي منموهن سینګهـ او ورپسې د هند موجوده لومړي وزیر نرندر مودي هڅه وکړه چې، اړیکې ښې او ټینګې کړي ، خو کومه ګټه یې ونه کړه. نړۍ ولیدل چې هند په مکرر ډول پاکستان ته فرصت ورکړ خو نومړی هیواد له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې پاتې راغې. د هند لپاره دا د زغملو وړ نه وه ، چې خپله وینه د ترهګرو په لاسونو تویه کړي ، نو دې ته اړ شو چې مثبت ځواب ووایی. دا غچ یوه اشاره وه ، چې هندوستان کمزوری ندی ، د ځواب ویلو وړ دی ، خو هند د مسلو دحل لپاره خبرو اترو ته اهمیت ورکوي.

هر هیواد غواړي چې لا پیاوړی او باثباته وي ترڅو د پرمختګ لامل شي. سره له دې چې له اقتصادي او دفاعي پلوه هند باثباته شوي ، خو د همکارۍ پالیسي ئې بدله شوې نده . له اقتصادي او دفاعي ثبات سره سره ، د چین توسعه ورځ تر بلې پیاوړې کیږي. د ختیځچ چین بحر کې ، جاپان او سویلي کوریا ادعا کوي ، چې دا سیمه زمونږ ده. پداسې حال کې چې د سویلي چین بحر کې ، بروني ، تائیوان ، انډونیزیا ، مالیزیا ، فیلیپین او ویتنام همدا ادعا کوي. د دغو ادعاوو اصلی دلیل د دې سیمو اهمیت دی.

د سویلي چین سمندر یو نړیوال دهلیز دی. د نړۍ د سوداګرۍ دریمه برخه ، یا په کال کې ۳ ټریلیونه ، له دې لارې تیریږي.

د سویلي چین بحر له طبیعي سرچینو څخه بډای دی. پدې سیمه کې ډیر کبان شتون لري.

له همدې کبله د سویلي چین بحر یوازې د چین ادعا نه ، بلکه ورته ډیر د اهمیت وړ هم دي. د چین توسعه غوښتنه اوس له نړیوالې ټولنې څخه پټه نه ده. د ګلوان پیښه هم د ورته توسیع په واسطه رامینځته شوې وه ، خو هند ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ. له دې سره سره هند هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې دې شخړې ته يو سوله ایز حل د موندلو غوښتونکی هم دی. نړیواله ټولنه د هغه صبر څخه حیرانه شوې ، خو دا ارامۍ او ازموینه په بد وخت کې راځي. په دې اړه ، د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جي شنکر وویل چې "زه باور لرم ، چې موږ په ریالیزم کې ریښې لرو. موږ هیڅکله د دې منلو لپاره شرم نه کوو چې توپیرونه شتون لري ، خو ننګونه دا ده چې کله توپیرونه شتون ولري نو پر دغو توپيرونو باندې کار وشي او کم شي ، نه بتر او زیات شي. مونږ دا هم وایو چې هیڅ شخړې باید شتون ونلري. له همدې امله په ګلوان کې هم خبرې اترې په لوړه کچه روانې دي.

د اختلاف لپاره هیڅ ځای نشته باید دواړه هېوادونه واقعی کنټرول لاین ته درناوی وکړي. په تیرو شپږو کلونو کې د چین ولسمشر شي جین پینګ سره د لومړي وزیر نریندر مودي ۱۸ غونډو په اړه ، ډاکټر شنکر ویلي چې " که موږ له چا سره ووینو نو دا پدې معنی نه ده چې ستونزه به پخپله حل شي او یوازې دا چې ما له یو چا سره ولیدل او زموږ په څیر په لداخ کې "د کنټرول لاين" مسله شتون لري، دا پدې معنی هم نده چې موږ د توپیرونو ارزول هیر کړی. " له هماغه وخت راهیسې ، هڅې روانې دي تر څو دا ډاډ ترلاسه کړو چې نیمګړتیاوې د هیچا په ګټه نه دي ، بلکې د لانجو د هوارولو لپاره نوښت رامنځته کول ضروري دي . له همدې امله د پاکستان پخوانئ لومړي وزیر نواز شریف په ۲۰۱۴م کال کې د لوړې وزیر د لُوړې مراسمو ته رابلل شوی وو. د هند لومړي وزیر نریندر مودي د هند او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو رامینځته کولو په موخه لاهور ته سفر وکړ. له همدې امله هغه غواړي د خبرو اترو له لارې د ګلوان شخړې ته د حل لاره ومومي.

په توکیو کې ، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې "زه غواړم کواد د چین پرضد یو اتحاد په توګه وګورم." خو د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جے شنکر ويلي چې "بېلا بيل خلک مختلف شیان وايي خو زه د هغه څه لپاره مسؤل یم چې ما وویل. " ډاکټر شنکر کواډ په ډیپلوماتیک پلیټ فارم کې د مثبتې اجنډا او ډیپلوماتیک میکانیزم په توګه ګوري. په لداخ کې د شخړې په اړه ، ډاکټر ایس جی شنکر وویل چې "موږ دا نه وایو چې په اړیکو کې پرمختګ د پولې مسلې په حل پورې اړه نلري ، خو دا په ښکاره ډول سولې او پخلاینې پورې اړه لري." اوس پوښتنه دا ده چې ایا چین د ښه ګاونډیتوب له اهمیت څخه خبر دی او که نه؟

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت