د افغانستان د سولې خبرې: د هيلي يوه وړانګه

له څو میاشتو راهیسی له تودو خبرو اترو وروسته ، داسې انګیرل کیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې یوه ټاکلی هدف ته رسیدونکی دی. دواړه خواوې د خبرو اترو په لړ کې یو څه هوکړې ته نیږدې شوی ، چې په راتلونکي کې به د دغې اجنډي په اړه بحثونو او پروسو ته لاره هواره کړي تر څو دا پریکړه آخری بڼه غوره کړي ، چې د اساسي مسائلو په اړه بحثونو ته لاره هواروي چې پدی کی په دغه جګړه ځپلي هیواد کې د اوربند غوښتنه هم شامله ده . د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ، زلمی خلیل زاد په وینا دا موافقه - درې پاڼی لرونکی سند دی او هاغه قواعد او طرزالعملونه تشریح کوی کوم چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي حکومتدارۍ په موخه د مسودې چمتو کولو لپاره مهم دي ، او بله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا له اوږدې مودې ځنډول شوی اوربند لپاره حتمی ده

د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د سولې خبرې چې سږکال په سپټمبر کې په دوحه کې پیل شوې وې ، د خبرو اترو د اړخونو تر منځ توپیرونو له امله ځنډ سره مخامخ شوې. طالبانو په افغانستان کې د اشرف غني په مشرئ حکومت منلو څخه په کلکه ډډه کړې ده. په ورته ډول ، د طالبانو په ارادې پراخ شکونه شتون لري. که څه هم دوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو هوکړه کړې ، خو دوی په کلکه خپل بریدونه ترسره کړي او په هیواد کې یې بې ساري تاوتریخوالي رامنځته کړی ، چې په افغان امنیتي ځواکونو او د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې په ایتلافي ځواکونو ئي بریدونه کړيدي

د خبرو اترو له پلوه په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې یوه ګډه کاري کمیټه به د هغو مسلو حل ته لاره هواره کړي چې په اجندا کې دي. د سولې خبرو په اړه د نا امیدۍ په دغه ماحول کی د دې انکشاف تود هرکلی شوی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ، مایک پومپیو ، لومړنۍ موافقه د " مهم ډګر" په توګه وبلله چې " ګډ هدف" ته د رسیدو لپاره د دواړو خواو " هوډ او هوساینې" ستاینه کوي. پومپیو ښکېلو اړخونو ته ډاډ ورکړ چې د متحده ایالاتو حکومت به په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې راکمولو لپاره په هڅو کې بشپړه همکاري وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی، دیـبوراه لیونز هم یاد تړون ستاینه وکړه ، چې دغه جګړه ځپلې هیواد کې د تلپاتې سولې په راوستو کې مرسته کولی شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه مثبت پرمختګ د "یو ګام" په توګه یاد کړی.

دواړه خواوې یوې موافقي ته رسیدلي . خواه که دا خبری په نوي پړاو کې دی بیاهم د پام وړ پایلې به ولري ، دا به د لیدو وړ وي چې د بایډن راتلونکی اداره به ددی لپاره څنګه مبارزه وکړي. د متحده ایالاتو تر ټاکنو د مخه ، ولسمشر ټرمپ سږکال تر کرسمس پوری له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځونو د بشپړ وتلو خبره کړی وه. البته هغه وروسته اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال له جنوري څخه به د ځواکونو په شمار کې د پام وړ کموالی راشي. ایا د هغه دا لوز به پوره شی او که نه دا به لیدل وی . مګر په دوحه کې د خبرو اترو په جریان کی دواړو اړخونو یو زیری وړاندی کړی او ممکن د ښاغلي بایډن لپاره به دا ګرانه وی چی سترګی پری پټی کړی

په افغانستان کې وضعیت لاهم پيچلۍ دی. د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ داسی تفاهم وشو چی ۲۰۲۱م کال کې به له هیواد څخه بهرنی ځواکونه په بشپړ ډول اویستلی شی مګر د اوسني وضعیت واقعیتونو ته په کتو سره چې طالب ملېشاو د افغانستان په خاوره تاوتریخوالي او ترهګرۍ ته دوام ورکړی ، دا معلومول مشکل دي چې ایا افغانستان به یوځل بیا چې د نړیوال ځواکونه ووځي ، د لا ډیرثبات او نظم شاهد وي او که نه

تر څو چې د هند سوال دی ، دا هیواد په افغانستان کی د سولې له اوسنيو خبرو څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي. د سپټمبر په میاشت کې د دوحه خبرو په پرانیست غونډه کې په خپله مجازي وینا کې ، د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر ټینګار وکړ چې خبرې باید د اصولو له مخې ، د افغانانو تر مشرۍ لاندې ، د افغانانو ملکیت او د افغانانو تر کنټرول لاندې وي نو هند به ددی خبرو اترو ملاتړ وکړی. هند د افغانستان په خاوره د سولی د ټینګښت په حق کی دی ځکه چی هند دې جنګ ځپلې هیواد کې ډیره پانګونه کړی

یوازې پنځلس ورځې وړاندې ، هند او افغانستان ، کابل ته څیرمه د چهار آسیاب په ولسوالی کې د شهتوت د بند د جوړولو تړون لاسلیک کړ. د دې بند پروژه به په نږدې راتلونکي کې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي. د راپورونو له مخې دغه تړون په پاکستان کې د یو څه ناراحتۍ لامل شوی دی. دا روښانه ده چې هند او افغانستان ژمن دي چې پدئ جګړه ځپلي هیواد کې د بیارغونې او پراختیا هڅوته دوام ورکړي.برعکس پاکستان به خپلی ناوړه لوبی ته دوام ورکړی. پدې برخه کې ، هند او افغانستان دواړه باید د پاکستان له لورې د دوامداره تحرک په مقابل کی قوی مبارزه وکړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت