لومړی وزیر د ډیجیټلی یووالي له لارې په ځان بسیا هند لپاره غږ وکړ

لیکنه : د کوشیک رای 

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

هندوستان په نړۍ کې ترټولو لوی ګرځنده تلیفوني شبکه لري. په هندوستان کې د ګرځنده ټیلی فونونو شمیره به په ۲۰۲۰م کال کې له ۸۸،۳ سلنی څخه په ۲۰۲۳م کال کې ۱۰۰ سلنی څخه تیره شی . د مخکښو معلوماتو او تحلیلي شرکتونو په وینا د سمارټ ټیلی فونونو وده او د ۴-جی اوږدمهاله ارتقاء خدمات مخ په زیاتیدونکي پوښښ سره وده کوی 

وروستی راپور څرګندوي چې ګرځنده ټیلی فونی سکتور باندې د کوویډ-۱۹ پراخه کچه نسبتا نرمه ده او د ګرځنده خدماتو عاید به د ۲۰۲۰-۲۵ په جریان کې د ۹،۱ سلنه د ودی کلنۍ مرکب کچه کې پرمختګ وکړي . په مهمه توګه ددی وجه د ګرځنده ټیلی فون د احصایی ودی خدمات دی

د ګرځنده معلوماتو ډیټا خدماتو عاید به د ۲۰۲۰-۲۰۲۵م په جریان کې ۱۸،۳ سلنه وده وکړي ، د ۴-جی ډیټا متمرکز پلانونو ډیریدو سره به په سمارټ فونونو کې د آنلاین ویډیوي مواد ډیریدو ته ملاتړ وکړي

لومړي وزیر نریندر مودي د "هند ګرځنده کانګرس" ۲۰۲۰م یا( ای ایم سی -۲۰۲۰م )کې د ویډیو کنفرانس له لارې افتتاحي وینا وکړه. د ( ای ایم سی -۲۰۲۰م ) متن جامع نوښت - سمارټ ، خوندي او تلپاتې دی. دا د اتم نربهربھارت ، ډیجیټلی شمولیت ، او 'دوامداره پرمختګ ، تشبث او نوښت ته وده ورکولو لپاره د لومړي وزیر لید سره سمون لري. دا دغه هدف هم لری چی بهرنۍ او محلي پانګوونې پرمخ بوزی او ټیلی کوم او راپورته کیدونکی ټیکنالوجي په ډګرونو کی ی پلټنه او پرمختیا وهڅوی 

غونډې ته په وینا کې ، لومړي وزیر ، هند د مخابراتي تجهیزاتو ، طرحی ، پراختیا او تولید لپاره نړیوال مرکز جوړولو په ترڅ کی په ګډه د کار کولو غږ وکړ. هغه خبرداری ورکړه ، د ټیکنالوژیکي لوړتیا له امله ، موږ په باقاعده ډول د هینډسیټونو او تجهیزاتو د بدلولو کلتور لرو. هغه د استازو څخه وغوښتل چې فکر وکړي ایا صنعت کولی شي یو کاري ځواک رامینځته کړي ترڅو د بریښنایی فاضله مواد اداره کولو په اړه فکر وکړي او څرخی اقتصاد رامینځته کړي. هغه له خلکو وغوښتل چې په ګډه کار وکړي تر څو په راتلونکي کې زر تر زره ۵-جی ته د لاسرسی ډاډ ترلاسه کړي شی او په ملیونونو هندیان ځواکمن شی 

لومړي وزیر وویل دا مهمه ده چې فکر وکړو او پلان ولرو چې څنګه د راتلونکي ټیکنالوژۍ انقلاب سره ژوند پیاوړی کړو. هغه زیاته کړه چې زموږ د بزګرانو لپاره غوره روغتیایی پاملرنه ، غوره تعلیم ، غوره معلومات او فرصتونه ، د کوچني سوداګرۍ لپاره د غوره بازار لاسرسی ځینې داسی اهداف دي چې کارول کیدایشی 

لومړي وزیر نریندر مودي د مخابراتو سکټور استازو ستاینه وکړه چی د وبا سره سره د خپل نوښت د لیاری یی نړۍ فعاله وساتله. هغه زیاته کړه چې د دوی د هڅو له برکته یو زوی په جلا ښار کې له خپلې مور سره وصل شوی ، یو زده کونکی له خپل ښوونکی څخه درس ترلاسه کړی او 

هغه هم بیله د ټولګي ، یو ناروغ د خپل کور څخه د ډاکټر سره مشوره کړی او یو سوداګر د استعلاک کونکی سره تماس نیولی ، هغه هم په جلا جغرافیایی سیمه کی.

لومړي وزیر وویل د ډیرو ځوانو تخنیک پوهانو لپاره دا "کوډ" دی چې شیان ورته ځانګړی کوي ، د ځینې تاجرانو لپاره دا مفکوره ده چې خورا مهمه ده . پانګه اچوونکي وړاندیز کوي چې پانګه د تولیداتو اندازه کولو لپاره خورا مهمه وي. هغه ټینګار وکړ چې اکثرا هغه څه چې ترټولو مهمه ده دا ده چی ځوانان د دوی په تولیداتو باندې باور لري. ځینې ​​وختونه ژمنه هغه څه ده چې یوازې د ګټی او شیانو ترمنځ شتون لری 

لومړي وزیر مودي ټینګار وکړ چې دا د ګرځنده ټیکنالوژۍ له امله ممکن شوی چې موږ توانیدلي یو ملیونونه هندي وګړو ته د ملیاردونو ډالرو ګټې برابری کړو . موږ د وبا په جریان کې له بېوزلو او زیانمن شویو خلکو سره ژر مرسته کولی شو او موږ په ملیاردونو غیرنغدي راکړې ورکړې وینو چې پرلاپسی وده کوي

لومړي وزیر په هند کې د ګرځنده ټیلی فونونود تولیداتو په بریا خوښي څرګنده کړه. هغه وویل هند د ګرځنده ټیلی فونونو تولید لپاره ترټولو غوره ځایونو په توګه راپورته کیږي. 



هغه وویل چې حکومت په پام کې لري ترڅو په راتلونکو دریو کلونو کې په هر کلي کې د فایبر - آپټیک ارتباط لوړ کړي. هغه وویل چې دې موخې لپاره په خاصه توګه په هغو ځایونو باندې تمرکز شوی چې کولی شي له داسې ارتباط څخه غوره ګټه پورته کړي . ښاغلي مودي زیاته کړه چې فیکس لاین براډ بانډ ارتباط او عامه وای فایی هټ سپټونه به یقینی کړی شی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت