په اوساکا کې د جي ۲۰م سرمشریزه غونډه
لیکنه: د ډاکټر تتلي باسو
ژباړه: د پښتو څانګه
جاپان په اوساکا کې د جي۲۰می ډلې سرمشریزې غونډی کوربتوب وکړو، چې د نړۍ ۸۰ سلنه اقتصادي تولید استاذولي کوي، او د نړیوال اقتصادي حکومتولۍ په اړه د بحث کولو تر ټولو لوی فورم دی. دا چې د جي ۲۰ سرمشریزې غړي هیوادونو مشران په اوساکا کې سره راغونډ شول نو یو ترټولو اړین لومړیتوب یې د څو اړخیز اقتصادي سیسټم د باور بیا رامنځته کول وو. د امریکا متحده ایالاتو او چین تر منځ چې کومې سوداګریزې شخړې رامنځته شوې وې د نړیوالې ودې په بهیر کې یو خنډ را منځته کړی دی. په دغه سرمشریزه غونډه کې د پرمختللیو او د پرمختیا په حال کې د هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو. لومړي وزیر نریندر مودي په دغه سرمشریزه غونډه کې د هند استاذولي وکړه.
له سرمشریزې غونډه وروسته، د اوساکا اعلامیه هم خپره شوه چې موخه یې د یو خپلواک سوداګریز او پانګونې د چاپیریال تحقق، منصفانه، له تبعیض لرې، روڼ، د وړاندوینې وړ او پایدار چاپیریال را منځته کول وو، هم تصویب شوه. دغه مشرانو همدا راز د نړیوالې سوداګریزې ادارې (ډبلو ټي او) د اصلاحاتو اړتیا هم په ګوته کړه چې تر ټولو لویه د څو اړخیزې سوداګرۍ او د نړیوال سوداګریز سیسټم بنسټګره اداره ده. په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات له ډبلیو ټي او ادارې سره د نویو قرارداد کوونکو مخه نیسي او له دې سره ددغه سازمان د میکانیزم بهیر ضعیفوي، د اوساکا اعلامیه وایي چې د یادې ستونزې د حل په موخه له قواعدو او ظوابطو سره سم د( ډبلیو ټي او) د غړو خبرې اترې او اقدام اړین دی. دا چې د جي شلم هېوادونو د سر مشریزې رییس، جاپان د اجنډا په ترتیب کې کلیدي رول درلود، د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د اوساکا بهیرداسې تنظیم کړی وو چې د مالوماتو د حکومتولۍ رغنده اصول پکې په نظر کې ونیول شي او له ډاډ سره د مالوماتو د خپرولو نوی رژیم (ډي ایف ایف ټي) هم پکې ځای پرځای شي. که څه هم د جي شل سرمشریزې ناستې زیات شمیر غړو لخوا ددې ملاتړ هم وشو. هند هم د خپلو افکارو تظاهر وکړو.
که څه هم له پولې آخوا د مالوماتو شریکول د نوښتونو د رامنځته کیدو سبب کیږي، مګر د شخصي حریم په برخه کې لکه د مالوماتو ساتنه، د فکري معنویت حقوق او امنیت کې ګڼ شمیر ګواښونه شتون لري. هند په دې اند دی چې مالومات د پراختیا یو نوی فورم دی او د مالوماتو پر عمومي کولو باندې د تمرکز برخه یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د هند د پانګونې بانک له ریاست سره یوځای کړه.
د اوساکا په سرمشریزه غونډه کې دویمه روانه موضوع د اقلیم د بدلون موضوع وه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یو راپور په بڼه د پاریس هوکړه لیک ته د سرچینو د ورکولو مخنیوی وکړه. مګر د ګڼ شمیر مشرانو د ټینګار له امله چې په هغو کې د فرانسې ولسمشر ایمان المکرون هم شامل وو د اوساکا په اعلامیه کې داسې وویل شول چې د یادې هوکړې په تړاو دې یو وار بیا تاییدي واخیستل شي ترڅو د پاریس هوکړه لیک د ښه پلي کولو په هکله بیا لاسلیکونه واخیستل شي. د پاریس هوکړه لیک په هکله د امریکا د متحده ایالاتو نظر بیل وو او یو وار بیا یې وویل چې دا هوکړه لیک د امریکا د کارکوونکو او مالیه ورکوونکو لپاره ګټور نه دی. د دې ترڅنګ د آډاڼو با کیفیته پانګونې په هکله هم موافقه وشوه چې د جي شل سرمشریزې غونډی غړو د عمومي سټراټيژيک لارښود په توګه کار کوي او تمرکز یې د ولسونو د مالي وضعیت د پایداره کولو په برخې دی، د ژوند بهیر ته په پاملرنې سره د اقتصادي ګټې اخیستنې لوړول، د اقلیم او چاپیریال ساتنې په هکله د نظرونو یو کول، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا قوي کولو پر شمول، د طبیعي پیښو او نورو ګواښونو پر وړاندې د یووالي رامنځته کول او د زیربنا/ آډاڼوي حکومتولۍ پیاوړي کول.
د اوساکا په اعلامیې کې د پیسو مینځلو او د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو سره د مبارزې په برخې کې د ایف اې ټي ایف ادارې پر هڅو کې د چټکتیا او د دغو هڅو د معیاري کولو هم ټینګار شوی دی. پرته له دې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم د جي شلم هېوادونو د خپلو هڅو کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي ترڅو د هغو خلکو مخه ونیول شي چې پر فساد ککړ دي او د فساد له لارې عواید ترلاسه کوي او د جي شلم هېوادونو او نړیوالو ژمنو څخه سرغړونه کوي. د اقتصادي مجرمینو سره د جدي غبرګون په موخه او د غلا کړی شویو پانګو د بیا راګرځولو لپاره هم غوښتنه شوې چې د فساد له لارې یې پیدا کړي.
د جي شلم سرمشریزه غونډه د اقتصادي ګواښونو سره په نازکو وضعیتونو کې په مخ یو لوی فورم دی. دغه سرمشریزې غونډه همدا راز د نړۍ مشرانو ته دا زمینه هم برابره کړه چې د غونډې په څنډو کې پخپلو کې دوه اړخیز او څو اړخیزې سټراټيژیکي ناستې هم ترسره کړي. یادې سرمشریزې غونډی د ګڼ شمیر مهمو دوه اړخیزو غونډو کوربتوب هم وکړو چې د دې غونډې ډيری بحثونه د امریکا متحده ایالاتو او چین تر منځ د روان سوداګریز جنګ د مخنیوي په برخه کې هم پکې خبرې وشوې. لومړي وزیر نریندر مودي هم د ګڼ شمیر دوه اړخیزو غونډو په ترڅ کې په سټراټيژیکي او اقتصادي برخو کې د هند د لیوالتیا څرګندونه وکړه چې په هغو کې له امریکا او جاپان سره غونډې هم شاملې وې چې په عمومي توګه پکې په سوداګرۍ، دفاع او د امنیت په چارو تمرکز وشو. په بحر هند کې د جاپان- امریکا او هند د سټراټيژيکي همکاریو په اړه بحث وشو، په قطبي ګواښونو کې د روسیې- چین او هند ترمنځ قطبي ګواښونه د بریکس په غونډه کې تر بحث لاندې نیول شوي وو.
د هند لومړي وزیر نریندر مودي د طبیعي آفاتو سره د مبارزې په برخه کې د جي شلم هېوادونو ته خپله بلنه لا هم وغځوله. په پام کې ده چې هند به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د جي شلم سرمشریزې غونډی کوربه وي.
Comments
Post a Comment