له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان تش په نوم کړنې
لیکنه: د اشوک هانډو
ژباړه: د پښتو څانګه
د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د لایحې په رڼا کې پاکستان په روانه اونۍ کې د لشکر ی طیبه او د دوی مخکښې ادارې جماعت الدعوه د غړو پر وړاندې له ترهګرو سره د مالي ملاتړ په له امله ۲۳ ایف آی آرونه یا دوسیې راجسټر کړې چې په هغو کې د هغې ډلې مشر حافظ سعید هم شامل دی.د حافظ سعید مرستیال عبدالرحمان مکی هم په کتار کې دی. دوی جماعت الدعوه او له فلاح ی انسانیت بنسټونو سره یو ځای په دوسیو کې راجسټر کړی شول. دغه دوسیې د پنجاب حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې لخوا راجسټر کړی شوي، وروسته له تو ضیحي څیړنو څخه څرګنده شوه چې دوی د پنځو نورو بنسټونو په مرسته پیسې راغونډوي او دغه پیسې بیا د ترهګریزو کړنو لپاره لیږدوي. دغه ادارې راپور ورکړی چې د دغه مرستندویه ادارو په نوم په ډیره کچه ځمکه ثبته ده او د مرستو په نوم پیسې راغونډوي.
حافظ سعید په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په ممبۍ کې د ترسره شویو بریدون طرحه کوونکی وو چې له پایله یې ۱۶۴ تنه وژل شوي وو. هغه همدا راز په هند کې ګڼ شمیر نور ترهګریز بریدونه هم طرحه کړي.
که څه هم دغه اقدام د هرکلي وړ دی خو بعضې د پام وړ پوښتنې هم راولاړیږي. حافظ سعید او د هغه سره تړلې دغه مرستندویه ادارې له درې لسیزو ډیرې مودې راهیسې خپلو کړنو ته دوام ورکړی، نو پوښتنه دا ده چې کومه داسې معامله شوې چې د دوی خلاف اوس اقدام کیږي؟ آیا پاکستان په رښتیا سره هم داسې ژورو څیړنو ته اړتیا لرله چې څو کاله وروسته یې دوی وپیژندل؟ که فرض کړو چې دغه اقدام په سمه توګه ترسره شو نو بیا پوښتنه همدا ده چې د پاکستان حکومت ولې پرې دومره وخت مصرف کړ؟
خبرونه واضح دي. پاکستان له ډير پخوا په خپله خاوره کې د ترهګرو او له ترهګرو سره د مرسته کوونکو ادارو څخه د یوې پانګې په توګه ګټه اخیسته ترڅو په نورې هېوادونو کې ترې د بریدونو په موخه کار واخلي. په حقیقت کې دا د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف په ثبتو شویو خبرو کې هم شته چې دوی پاکستان رامنځته کړي او دغه ترهګرو ته د یوې مهمې پانګې په توګه په خپل هېواد کې وده ورکوي. پاکستان له دغو ترهګرو څخه په کشمیر او ټول هندوستان او همدا راز نورو هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار اخلي. اسلام آباد ځان ګوښه نیولی تر څو دغه پوښتنې رد کړي چې آیا ولې پاکستان د دغه ادارو پر وړاندې له پخوا اقدام نه کولو؟
حقیقت دا دی چې پاکستان د کور دننه او بیرون په یوه پیچلي وضعیت کې راګیر شوی. دا کار دوی د نړیوالو فشارونو له امله کړی دی. د کور دننه، دوی له اقتصادي بحرانونو سره مخ دي چې حکومت یې له دې مشکل سره ګیر دی چې نه شي کولی ترڅو ورځني لګښتونه ورکړی شي. دې کار دې ته زمینه برابره کړې چې د ورځنیو توکو بیې له آسمان سره خبرې وکړي او د خلکو غږ په لویه کچه راپورته شي. په بهرنۍ توګه د نړۍ هېوادونو پریکړه کړې چې تر هغې به پاکستان څخه ملاتړ ونکړي تر کومه چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې کوټلي اقدامات نه وي ترسره کړي. دا پریکړه په څرګند ډول د جاپان په اوساکا کې ترسره کیدونکې د جي شل په ناسته کې ترسره شوه.
د مالي کاري قووې یا (ټي اې ټي ایف)، چې د ترهګرو په مالي ملاتړ کوونکو باندې د څار اداره ده، تراوسه یې پاکستان په خړ لسټ کې ساتلی او ګواښ یې کړی چې که چیرې دوی دې کار ته لاهم ادامه ورکړه نو په تور لسټ کې به یې شامل کړي؛ دا پریکړه د امریکا متحده ایالاتو په اورلانډو کې د جون میاشتې په ۲۱ مه نیټه ترسره شوې.
قابل د درک ده چې، نوي ډیلي د حافظ سعید پر وړاندې دا تش په نوم او غیر طبیعي اقدامات رد کړي دي او دا یې یواځې د نړیوالې ټولنې په سترګو کې شګې اچول بللي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترهګرو او ترهګریزو ډلو پر وړاندې به د پاکستان صداقت د ثابتیدلو وړ، معتبره او غیر قابل د بیا راګرځیدونکو اقداماتو له ترسره کولو وروسته مالوم شي.
Comments
Post a Comment