په ریپو ریټ کې کموالی راوستل ولې اړین وو؟

لیکنه: د نریش پرساد ګپتا
ژباړه: د پښتو څانګه
له تیرې څه مودې راهیسې چې د هند د اقتصاد په هکله کوم مالومات ترلاسه
کیدل نو په دې هکله د ولسونو سربیره د حکومت فکر او سوچ یو فطري عمل
دی. په ځانګړې توګه د دې لپاره چې اوسني روان ضعیف وضعیت تر ډيره د
بهرنیو بدلونو له امله دی په کومو چې زموږ هیڅکله هم اختیار نه وي. نو له همدې امله په همدې وروستیو کې د هند ریزف بانک چې کوم کموالی په خپل راپور کې کړی هغه تر یوې اندازې وړاندوینې دی. ریپور ریټ د سود
هغه برخه وي چې په رڼا کې یې د یو هېواد مرکزي بانک سوداګریزو بانکونو
ته پیسې په پور ورکوي او دغه سوداګریز بانکونه بیا هغه پیسې د کوچنیو
پورنو په بڼه د ولسونو پر لور لیږدوي.
په هر حال ریزرف بانک چې دا ځل په ریپو ریټ کې د ۳۵ ټکو کوم کمي
کړې هغه حتمآ د وړاندوینې قابل وو، او دا ځکه چې په دې شرحه کې په عمومي
توګه د ۲۵ یا ۵۰ ټکو د کمي راوستلو رواج تل وو. مګر د ریزرف بانک د
راپور له مخې په دې روان وضعیت کې د ۲۵ ټکو کمی به هیڅ اغیزمن نه
وی او بیا نړیوال وضعیت او بعضې نورو حقایقو ته په کتلو
سره د ۵۰ ټکو کمي کول به خورا دروند ثابت شوي وو. د پام وړ ده چې
په راپور کې د ۵ ټکو د کموالي مانا هماغه ۰٫۳۵ سلنه کموالی دی چې
په پایله کې یې د ریپور ریټ کچه ۵٫۴ سلنو ته راټیټه شوې چې له تیرو ۹
کلونو راپدیخوا له ټولو ټیټه شرحه ده.
طمع کیږي چې په راپور کې د دې کمښت له امله به د ضعف دور سره په
مبارزه کولو کې آساني رامنځته شي. د دې کمښت منطق روښانه دی. په ریپور
ریټ کې د کمښت له امله به په بانکي سود کې هم کموالی راشي او له بانکونو
څخه ترلاسه کوونکي پورونه ارزانه وي، چې له امله یې اوس خلک د کور او
موټر او یا هم نور د اړتیا وړ شیانو د پیرودلو په موخه له پخوا ډیر پورونه
اخلي. نو له دې سره د پایدارو توکو غوښتنه ډیریږي چې له امله یې په
بیلابیلو صنعتونو کې تیزوالی رامنځته کیږي. همدا راز دا موضوع د کرنې په
برخه کې ترلاسه کیدونکو پورونو په هکله هم ویل کیدلی شي او بزګران به له
تخمونو نه واخله بیا تر تراکتورونو پورې د بیلابیلو شیانو د پیرلو لپاره
به له پخوا ډیر پورونه واخلي چې له امله یې په اړوندو صنعتونو کې د تولید
کچه لوړیږي. نو له دې سره په ټولیزه توګه اقتصاد رو رو دخپل پخواني
وضعیت پر لور روانیږي.

د روان مالي کال لپاره کورنیو او بهرنیو د حساب لګونې ادارو چې کومې
تخمیني وړاندوینې کړې وې د هغو پر بنسټ د هند حکومت هم د ټول کورني تولید
تخمیني شرحه له اوه سلنه راټیټه او ۶٫۹ سلنه یې کړې، که څه هم د بعضې
پوهانو د رایو سره سم به په راتلونکې مارچ میاشت کې دغه شرحه ۶٫۵ سلنه
راښکاره شي. چې هر څه وشي، د روان سوړ بازار په نظر کې نیولو سره د بعضې
اقداماتو چټکه اړتیا وه او په تیرو ورځو کې په ریپو ریټ کې د
کموالي راوستل هم له هماغو اقداماتو څخه یو دی

د بانک په سود کې د کمښت راوستلو یوه پایله دا هم وي چې مصرفوونکو ته هم
له پخوا نه په کم سود باندې پور ترلاسه کیږي او له دې امله دوی ته د
ورکوونکي پور په کچه کې هم ډیر والی راتللی شي چې په روانیدلو سره یې
پخپله ترلاسه کړې سپما باندې د دوی انحصار کمیږي. فرض کړﺉ چې يو څوک
غواړي چې د ۵ لکه روپیو یو موټر واخلي چې په هغه کې نوموړي شخص ته د درې
لکو پر ځای درې نیم لکه روپۍ د پور په توګه ترلاسه کیدلی شي، نو په دې
صورت کې به هغه شخص د خپل سپما شوی پیسو څخه د دوه لکو روپیو پر ځای یواځې
یو نیم لکه روپۍ را آخلي او له دې سره په بانکونو او ډاک خانو کې چې کومې
پیسې د حکومت د سوداګرۍ لپاره پرتې دي په هغو پیسو کې به ۵۰ زره روپۍ
اضافه شي. پاتې شوه د هغه پور د چوپړتیاوو خبره چې له پخوا نه ډیر
ترلاسه کیږي نو مصروفوونکي کولی شي چې د دوی لپاره د راتلونکي عوایدو
ملاتړ ترلاسه کړی.

مګر دلته بیا یو څه داسې موضوع ګانې هم شته چې د هغو په اړه د حکومت
پاملرنې ته اړتیا ده. لومړی خو دا چې د ریزرف بانک په ریپو ریټ کې کوم
کمښت رامنځته کیږي د هغه ګټه عامو ولسونو ته رسیږي او که نه، دا باید په
سمه توګه وکتل شي. د ترلاسه شویو خبرونو پر بنسټ په تیر یو کال کې په
ریپو ریټ کې ۱۱۰ ټکی کمی رامنځته کړی شوی دی مګر مصرفوونکو ته یواځې۲۹
ټکی ګټه رسیدلې. څرګنده ده چې سوداګریز بانکونه په دې برخه کې
خپل مسوولیتونه سر ته نه رسوي. نو له همدې امله دا اوس د ریزرف بانک او
او حکومت کار دی چې د دې ریپو ریټ د کمولو ګټه تر مصرفوونکو پوری پوره
ورسوی.


دوهمه لویه خبره دا ده چې کله چې په ریپو ریټ کې کموالی راوستل کیږي نو
په ځانګړې توګه واړه سپما کوونکي په زیان کې وي د چا په سپما ګانو باندې
چې د ترلاسه کیدونکي سود شرحه او په ټول مقدار کې هم کمی رامنځته کیږي
او له دې کار څخه په ځانګړې توګه تقاعد شوی قشر ډیر زیانمنیږي دا هغه
کسان دي چې تر ډیره یې ژوند د خپلې سپما پر مټ تیروي.

څرګنده ده چې د حکومت لپاره به ښه وي که چیرې د معززو ښاریانو پر سپما
ګانو باندې د ورکوونکي سود یوه ځانګړې شرحه وټاکي ترڅو هغه ښاریان د سود
په شرحه کې د کموالي له راوستلو څخه اغیزمن نه شي.

یو بل اړین اړخ دا هم دی، کله چې د یو هېواد په اقتصاد کې د پیسو لیږد
رالیږد ډیریږي او له دې سره د توکو او چوپړتیاوو غوښتنه زیاتیږي نو بیې
هم لوړیږي. او په دې سره د سود په شرحو کې کموالی د پیسو اړتیا زیاتوی او
قیمتونه هم ډیریږي.
په هندوستان کې هم تمع کیږي چې د روان مالي کال په وروستیو ۶ میاشتو کې
یعنې د ۲۰۲۰ کال تر مارچ میاشتې به د افراط زر شرحه د ۳٫۵ او ۳٫۷سلنه په
منځ کې وي کومه چې یوه د منلو وړ شرحه ده. مګر له دې سره حکومت او د
حکومت بیلابیلې ادارې هم باید محتاطې و اوسیږي چې د افراط زر په شرحه کې
په لوړوالي راوستلو سره د عامو ولسونو ژوند باندې ناوړه اغیز ونشی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت