د کلبهوشن جادهو په مسله پاکستان د ویانا له کنوانسیون څخه سرغړونه کړې

لیکنه: محمد خاویرحسن

ژباړه : پښتو څانګه

د خپل هیواد مثال ګرځولو والا مشران تل د نړیوالو قوانیونو درناوی کوي، دې ته ډیر پام کوي چې داسې کومه خبره ونشي چې د خپل ملک مثال ګرځول له ستونزې سره مخ کړي، خو د پاکستان بد قسمتي په دې کې ده چې مشران یې د مثبت مثال جوړولو خواته پام نه کوي ، که کوم مشر یې هم د مثبت مثال جوړولو هڅه وکړي هغه له واک نه لیرې کیږي، سزا ورکول کیږي او خوله یې بندیږي. ځکه چې د پاکستان د حکومت پالیسي جلا ده. د پاکستان حکومت له دې خبرې سره هیڅ کار نلری چې ددوی د ناسمو کړنو له امله د پاکستان نوم بدیږي. پخوا له پاکستانه د ګاونډیانو شکایتونه وو، اوس ورنه د نورو هیوادونو او ادارو هم شکایتونه شته، ددې لپاره نو د پاکستان په اړه د قاضیانو نړیوالې محکمې شکایت هم کومه حیرانونکې خبره نه ده. 

د ۲۰۱۹کال د اکټوبر پر ۳۰مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د قاضیانو د نړیوالې محکمې مشر قاضي عبدالقوي یوسف وویل چې د هندي وګړي کلبهوشن جادهو په مسله کې پاکستان د ویانا کنوانسیون نه سرغړونه کړي. عبدالقوي وویل چې د ۲۰۱۹میلادي کال د جولای په ۱۷مه هغوی پاکستان ته وویل چې د کلبهوشن جادهو ته د مرګ سزا ورکولو په اړه دې بیا کتنه وکړي خو پاکستان داسې ونه کړل. د پاکستان دا کار د هندوستان هغه خبره تصدیقوي چې پاکستان کلبهوشن جادهو ته د مرګ سزا اورولو په مسله کې انصاف نه دی کړی. دا ځکه چې د دوسیې چارې په یوه پوځي محکمه کې د تړلو دروازو ترشا په یو اړخیز ډول مخ ته روانه وه ،کلبهوشن جادهو ته د خپلې دوسیې د پرمخ وړلو لپاره د هند سفارت ته لاسرسی نه وه ورکړی شوی. دا د ۱۹۶۳کال د ویانا کنوانسیون څخه بشپړ سرغړاوی دی. له دې نه وروسته دغه قضیه د قاضیانو نړیوالې محکمې ته ولاړه. د پاکستان هیله دا وه چې فیصله به ددوی په ګټه وشي ، خو فیصله د حق په طرف وشوه. له دې سره سره پاکستان بیا هم د کلبهوشن جادهو د سزا د بیا کتنې په اړه کوم پرمختګ ونه کړ او د قاضیانو نړیوالې محکمې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل چې د پاکستان عدالت له نړیوالو قوانینو سره برابر نه دی.له دې سره ددې خبرې تصدیق وشو چې هندوستان په حقه و. پاکستان په رښتیا له کلبهوشن جادهو سره انصاف کول نه غوښتل خو سوال دلته پیدا کیږي چې پاکستان ولې نه غوښتل چې باید انصاف وشي. ځواب یوازې همدا کیدای شي چې پاکستان په دې ډول غوښتل چی د هندوستان نوم بد کړي. هغه غوښتل په دې توګه ثابته کړي چې هندوستان هم په ترهګرو کړنو کې لاس لري او د نړیوالې ټولنې پام یوازې دوی ته نه وي بلکې هندوستان ته هم په دغه سترګه وګوري. ددې لپاره یې د هندوستان د سمندري ځواک د پخوانی افسر کلبهوشن جادهو قضیه له جاسوسۍ او ترهګرۍ سره وتړله. خو له دې ټولو هڅو سره سره پاکستان دا ثابته نشوه کړای چې د کلبهوشن جادهو موخه پاکستان ته زیان رسول وو. د قاضیانو نړیوالې محکمې پاکستان ته لارښوونه وکړه چې د دغه هندوستاني وګړي په سزا باندې بیا کتنه وکړي خو پاکستان پر دغه لارښوونه عمل ونه کړ، پاکستان اصلاٌ د خپل چلند بدلولو ته تیار نه دی. په اصل کې د پاکستان حکومت له هندوستان سره په دښمنۍ کې داسې دی چې هندوستان ته د زیان اړولو پرمهال یې دې خبرې ته هم پام نه وي چې پاکستان له کوم ځایه کوم ځای ته رسیدلی دی. پاکستان تر ډيره یوازې او ځان ته پاتې دی، ځکه چې پخوا به د ترهګرۍ په اړه یوازې هندوستان ورنه شکایت لرو خو اوس د افغانستان او ایران په ګډون یوشمیر نور هیوادونه هم ورنه شکایت لري. د امریکې زیاتره مشران ددې خبرې منلو ته مجبور شوي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د امریکې د روانې جګړې د بریا پروړاندې لوی خنډ پاکستان دی. پاکستان په ظاهره له امریکې سره دی خو ملاتړ د ترهګرو کوي. ددې خبرې لوی ثبوت په ایبټ اباد کې د اسامه شتون او بیا یې د امریکایي ځواکونو له لوري وژل کیدل دي. ددې لپاره پاکستان غوښتل چې د کلبهوشن قضیې ته د جاسوسۍ او ترهګرۍ نوم ورکړي او هندوستان هم په خپل رنګ رنګ کړی . دغه قضیه د پاکستان د لا زیاتي بدنامۍ لامل شوې ده. د پاکستان لپاره اوس یوازینۍ لاره چې پاتې هغه داده چې د قاضیانو د نړیوالې محکمې فیصله ومني، ځکه چې هغه نور نشي کولای چې په داسې یو موقف کې پاتې شي چې د عدالت نړیوال قانون به مني خو د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه دې ته اړ شي چې یو بې ګناه کس ته د انصاف او عدالت لپاره د پاکستان پر وړاندې ګامونه پورته کړي. په دې توګه ورته دا احساس ورکړي چې له عدالت او انصاف پرته د انسانیت تصور هم نشي کیدای !

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت