په پاکستان کی ښځینه ژورنالستانی آنلاین هدف جوړیږی
لیکنه : د جاوید اختر
ژباړه : د پښتو څانګی
پدی ورځو کی په پاکستان کی هسی هم حالت د ډاډ وړ ندی، چیرته د حکومت په خلاف لاریون او چیرته هم د قهریدلی ولس غونډی او لاریونونه تر سره کیږی.هیڅوک هم نه پوهیږی چی دا نوی پاکستان څه ډول دی، د کوم چی لومړی وزیر عمران خان وعده کړی وه آیا دا هماغه پاکستان دی ؟
په دی هکله د میډیا میټرز فار ډيموکراسی(ایم ـ ایم ـ ایف ـ ډی)په نوم يو ازاد سازمان یو راپور خپور کړی په کوم کی چی ویل شوی چی د ډیموکراسۍ مهم ستون ژورنالیزم دی او هغه سره تړلی په خاص ډول د اناثیه ژورنالستانوحالت په پاکستان کی څومره د اندیښنی وړ دی. له راپور څخه څرګندیږی چی په نوموړی هیواد کی د نارینه ملګرو په مقابل کی ښځینه ژورنالیستانی ډیری د آنلاین ډار سره مخامخ دی. له دی وجی مجبوره دی چی یا خو په خپل ځان پخپله بندیزونه ولګوی او یا هم د له میډیا سره مخه ښه وکړی. که چیری دوی پخپل مسلک کی پرمختګ کول ِغواړی نو یا د کورنی او يا هم د ټولنی تر انتقاد لاندی راځی. سربیره پر دی د جنسی ازار سره لاس او ګریوان اناثیه ژورنالیستانو شمار ۷۷سلنی ته رسیږی ـ او په هر ۱۰ ښځینه ژورنالیستانو کی ۳ تنه هرو مرو د آن لاین جرمونو مثلاً بلیک میل يا ناوړه استفادی او یا هم د تاو تریخوالی ښکار کیږی.
په پاکستان کی پر آنلاین میډیا نظر لرونکی یو غیر دولتی سازمان ډیجټل رایټس فاونډیشن اجرئیوی مشر خبر ورکړی چی دا راپور د پاکستان میډیا صنعت کی د کارکونکو ښځو ستونزی پر ګوته کوی او ښيی چی د خبریالانو په نړۍ کی کار کول څومره ستونزمن دی. آنلاین او آفلاین په دواړو ساحو کی هغوی جنسی ستونزو ته مخامخ دی چی د هغوی د لیاقت په ځای د هغوی لباس او حسن ته ترجیع ورکول کیږی.
په راپور کی ویل شوی چی آنلاین ځورنی نه یوازی ناخوښی وی بلکه د دی منفی اثرات د دوی په اصل ژوندون هم پریوزی. دا داسی مثال لری څنګه چی نارینه د خپل طاقت په کارولو د خزو اواز وچقوی.په دغه راز نارواو کی جنسی تیری او د قتل اخطارونه شامل وی. په دوران کی چی د کومو خزو مرکی شوی ، هغوی ویل چی د داسی ستونزو په وخت اکِثره د هغوی د ایډیټرانو یا د نظارت کونکو مرسته هډو نه ترلاسه کیږی.
راپور له مخی زیاتره ښځو ته د هغوی صنف له کبله د مطبوعاتی خونو غړیتوب نه ورکول کیږی. نور خو نور که چیری هغوی د دغه مطبوعاتی خونوغړیتوب هم ولری خو بیا هم ماحول د هغوی لپاره مناسب نه وی. یوی خبریالی ویلی دی چی باوجود د دې چی هغه د څو کالو راهیسی د مطبوعاتی خونی غړیتړب لری بیا هم هغه وخت بیا هم مطبوعاتی خونی ته تللی کله چی د هغی میړه ورسره وو، او د هغی ګډون دلته په ټاکنو کی رای ورکولو لپاره حتمی وو.
آنلاین ځورونی څخه تیښته کولو په خاطر ګڼو ښځینه خبریالو دغه صنعت ته خدای په امانی ویلی. وجه ئي دا ده چی که چیری هغوی غواړی چی د خپل ښه مسلک په خاطر مخ په وړاندی وده وکړی نو هغوی پخپله ټولنه کی د تنقید او غندلو موجب ګرځی. ښځینه خبریالی په ځان دوه ډوله بندیزونه وضع کوی، لومړی دا چی هغوی په داسی موضوعاتو لیکنو څخه ډډه وکړی له کوم سره چی هغوی خطر ته مخامخ کیږی او بل دا چی هغوی په سوشل میډیا پخپلو نظریاتو، څیړنو او تبصرو په ترڅ کی محتاطه رویه غوره کوی. ښځینه خبریالو ویلی چی هغوی په ځینو جدی ټولنیزو ستونزو لیکنی نه کوی ځکه چی نه غواړی چی له خطر سره مخامخ شی.
په دی اړه د اینټرنیټ په آزادۍ خپل نظر لرونکی د امریکی فعاله اداری( د فریډم هاوس) پخپل تازه راپور کی پاکستان د ننه خپل نظر څرګندولو په بندیز سخته اندیښنه ښکاره کړی.
نوموړی اداره پخپل راپور کی وائی چی پاکستان په هغو هیوادونو کی شامل دی چیرته چی په عمومی توګه خلک د انټرنیټ له بندیزونو سره مخامخ دی. په ۲۰۱۹ م کال کی پاکستان د اينټرنیټ آزادی نه لرونکی هیوادونو په نوملړ کی ۲۷ مقام څخه ۲۶ مقام ته رالویدلی دی .
په نړیواله کچه پاکستان د انټرذنیټ او د ډیجیټل میډیا آزادی په ترڅ کی د نړی تر ټولو ناوړه هیوادونو کی شامل دی، چی په سیمه کی له ویتنام او چین نه وروسته پاکستان دریم ځای خپل کړی دی.
په راپور کی ویل شوی چی مشرانو د خبریالانو او بشری حقوقو فعالینو په ډول ډول طریقو د خاموشه کولو هڅه کړی. په راپور کی ویل شوی هغه خبریالانو چی د مذهب د سپکاوی په اړه په انټرنیټ کوم مواد پوسټ کړی هغوی ته د مرګ سزا اورول شوی. د پاکستان ټیلی کمونیکیشن اتهارټی(پي - ټي ـ کی ـ ای) په ۲۰۱۸ م کال کی پاکستان په څه د پاسه ۸ لکه ویب سایټونه تر بندیز لاندی راوستی دی .
Comments
Post a Comment