د سوراګریزو تړونونو په تر څ کی د هندوستان کړنلاره
لیکنه : د ستیه جیت موهنتی
ژباړه: د پښتو څانګی
داسې بریښي چې په سیمه کې د اقتصادي مسلو په اړه د مشورې لپاره رامینځته شوې ستراتیژي د هند تاسیساتو ډیپلوماتیک دهلیزونو کې د پوهی وړ ګرځی. نوی کال پیل شوی نو موږ کولی شو پدې ډګر کې په نوي ډول پیل وکړو. د هند سره د آزاد تجارت تړونونه یو څه په بی انصافۍ شوی وو ، خو بیا هم دوی اړین ګرځول شوی وو ترڅو د هیواد اهمیت په ګرده سیمه کې پرځای پاتی شي. هند د دې ډول تړونونو منلو پرته بله چاره نه درلوده ، او داسې هیڅ لاره نه وه ځکه چی هند غوښتل په نړۍ کی یی خبره واوریدی شی. مګر دا فکر په ډراماتیک ډول هغه وخت بدل شو کله چې هند ځان د سیمه ایز جامع اقتصادي همکارۍ څخه جلا کړ. دې اقدام زموږ په بهرني اقتصادي سیاست کې ستراتیژیک بدلون په نښه کړ او دا یې ثابته کړه چې هیڅ سوداګریز تړون د هیواد د ګټو پروړاندې د منلو وړ ندی.
د سیمه ایز جامع اقتصادي همکارۍ څخه د جلا کیدو پریکړه بل چا نه بلکی لومړي وزیر نریندر مودي د بنکاک غونډې په جریان کې پخپله کړی وه. ددغه پریکړې پیغام روښانه او واضح و. هند د خپلو کروندګرو او کوچنیو او متوسطو صنعتونو د ګټو د خوندیتوب غوښتنه وکړی وه ، او که دا لومړنۍ غوښتنې هم ونه منل شي ، نو ددی به هیڅ ګټه نه وی چی هند پداسی ډلو کی پاتی شی او ښه به دا وی چی دا تری جلا شی . نوي ډیلي په نیغه څرګنده کړې چې دا به یوازې هغه وخت خبره وکړی کله چی د اقتصادي ډیپلوماسۍ او مهم ملي ګټو ترمنځ توازن شتون ولري. د ګړندۍ ودې اقتصاد په توګه ، هندوستان په راتلونکو څو کلونو کې په بریالیتوب سره د ۵ ټریلیون ډالرو اقتصاد ته لاره موندلې ده. دا وده په څرګنده توګه د یوې ستراتیژۍ له لارې نه ترلاسه کیږي چې زموږ د داخلي اقتصاد مهمو ډګرونو ته نقصان ورسوی .هندوستان خپل زیاتره تړونونه په ختیځ آسیا کې د خپلو ګاونډیانو سره کړی دي. کوم چې زموږ د ختیځ لید لوری او بیا د ختیځ عملی لید لوری سره سمونوالی لری. مګر د دې تړونونو پراساس ، هغه هیوادونه چی ورسره تړونونه شوی ،په بازارونو کی یی د هندوستان کورنی شیان محدوده دی.
پدې توګه هندوستان د سوداګرۍ له کسر سره مخ دی. د بهرني ستراتیژیکو او اقتصادي پالیسیو مخالفی غوښتنو او د داخلي ګټو ساتلو د خوندی ساتلو تر مینځ ډیپلوماتانو ته روښانه پالیسۍ او لارښود ته اړتیا وه.
له همدې امله حکومت د راتلونکي لپاره یوه لاره ټاکلی او ویلي یې دي چې هندوستان به نور د سوداګرۍ په معاملې کی دفاعي چلند خپل نکړی او نه هم د مهمو داخلي ګټو د ساتنې لپاره هیڅ عذر وړاندې کولو ته اړتیا لري. ټولې سوداګریزې خبرې به د مساواتو پراساس وي نوپدی وجه د خبرو اترو تړونونه به د دواړو هیوادونو په ګټه وي.
داسی ویری په لری کولو چې هند د بهرني توکو په اړه د کورنیو صنعتونو د ساتنې پالیسي پلي کوي ، نوي ډیلي ویلي چې هغه به په موجود تړونونو بیا کتنه وکړي او له دوی سره به خبرې اترې وکړي او داسی به د اړه لرونکی ګوندونو ترمینځ مساواتو ته اولیت ورکړی. د سویلي کوریا ، جاپان او آسیان هیوادونو سره په تړونونو به له سره ارزونه وشی. د ورته مادې پراساس ، هند به دا تړونونه بیا وګوري.
هند له امریکا سره د دوه اړخیزه سوداګریز تړون لپاره هم خبرې کړې دي. هند به وروسته له دې چې انګلستان له اروپايي اتحاديې څخه جلا شو د سوداګریزو تړونونو په اړه به له انګلستان سره هم خبرې وکړي. د اسرایل ، آسټرالیا ، نیوزیلینډ او اروپايي اقتصادي اتحادیې سره د خبرو لپاره غوښتنې هم کیږي ، چیرې چې تمه کیږي هند ترې ګټه واخلي. ادارې اشاره وکړه چې راتلونکي سوداګریز تړون به ژر تر ژره رامینځته نه شي ، او نوی تړون به د سوداګرۍ وخت ته اجازه ورکړي چې په عایداتو او تنظیمي رژیم کې بدلونونه وپیژني. نو تر هغه ځایه چې د هند اقتصادي او سوداګریزې مسلې پورې اړه لري ، نو یو نوی او روښانه څپرکی به خامخا په دې برخه کې نوي کال ته اضافه کړۍ، له همدې امله حکومت د راتلونکي لپاره یوه لاره ټاکلې او ویلي یې دي، چې هندوستان به نور د سوداګرۍ په معاملې کی دفاعي چلند خپل نکړی او د مهمو داخلي ګټو د ساتنې لپاره هیڅ عذر وړاندې کولو ته اړتیا نلري. ټولې سوداګریزې خبرې به د مساواتو پراساس وي نوپه دې وجه د خبرو اترو تړونونه به د دواړو هیوادونو په ګټه وي.
داسی ویری په لری کولو چې هند د بهرني توکو په اړه د کورنیو صنعتونو د ساتنې پالیسي پلي کوي ، نوي ډیلي ویلي چې هغه به په موجود تړونونو باندې بیا کتنه او له دوی سره به خبرې اترې وکړي او په دې توګه به د اړه لرونکي ګوندونو ترمینځ مساواتو ته اولیت ورکړي. د سویلي کوریا ، جاپان او آسیا هیوادونو سره د تړونونو په اړه به له سره ارزونه وشی. د ورته مادې پراساس به هند به دا تړونونه بیا وګوري.
Comments
Post a Comment