من کي بات ( اتمه برخه)
زما ګرانو هیوادوالو، نمسکار. نن د جنورۍ ۲۶ مه نیټه ده، زه د زړه له کومې تاسو ته د جمهوریت لمانځنې په مراسمو کې ښه راغلاست وایم. په ۲۰۲۰ کال کې دا زموږ او تاسو د زهنونو لومړی پروګرام دی. دوستانو د نوې لسیزې لومړی پروګرام، د جمهوریت لمانځنې په ورځ برابر شو نو له همدې امله مو مناسبه وګڼله چې د من کي بات پروګرام د خپرولو وخت بدل کړو. نو له همدې امله دا ځل زه د من کي بات په پروګرام کې په ماښام کې د یو نوي وخت سره ستاسو خدمت تا حاضر شوی یم. ملګرو هره ورځ یوه نوې ورځ وي، په اونیو او میاشتو کې بدلون لیدل کیږي، کلونه هم بدلیږي، پرته د هندوستانیانو د جوش او ولولو څخه، یقینآ چې موږ کم نه یو..... زه باوري یم چې موږ پر مخ ځو. د (زه یې کولی شم) روحیه د یو نوي عزم په توګه پر مخ روانه ده. په هېواد او ټولنه کې د مثبتې همکارۍ اراده ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو ده. دوستانو، موږ یو وار بیا د من کي بات په ورځو کې سره راغونډ شوي یو. موخه مو په نویو موضوعاتو باندې خبرې کول دي. ترڅو د خپلو هېوادوالو وروستۍ لاسته راوړنې پخپلو کې سره ولمانځو، په حقیقت کې دا د هندوستان لمانځل دي.
من کي بات په ګډه سره د زده کړې او پرمخ تلو یو واضح، آسانې او ګټورې تګلارې په توګه را څرګنده شوې. هره میاشت، زرګونه خلک د دې له لارې خپل وړاندیزونه، هڅې او خپلې تجربې شریکوي. او د دې له لارې موږ کولی شو چې د خلکو په واسطه په بعضې غیر معمولي کارنامو باندې خبرې وکړو، کومې کارنامې چې د ټولنې لپاره بې کچې الهامي ارزښت لري.
یو چا په یو څه کې بریا ترلاسه کړې، آیا موږ هم کولی شو چې داسې وکړو! آیا د دغه ځانګړې جسارت هو بهو کاپي په ټول هېواد کې د بدلون راوستلو لپاره برابریدلی شي؟ آیا موږ دغه بدلون په مستقله توګه د تل لپاره ساتلی شو؟ آیا دا د یو نورمال ټولنیز فطري عادت په توګه بدلولی شو؟ د همدې ډول ځوابونو د جستجو په هڅو کې د من کي بات کاروان له یو شمیر غوښتنو، او پوښتنو او همدا راز د یو څه حل لارو موندلو سره پر مخ روان دی. له تیرو څو کلونو راهیسې به موږ ډیرې حل لارې موندلې وي. هرو مرو لکه، د یو پلاستیک کارولو ته نا ویل، که عمده پیرو یا پرچون، روغتیا او پاکوالی ساتل، کوچنیو انجونو ته درناوی او احترام ورکول، او یا هم د کم لګښت په اقتصاد باندې ټینګار کول! دغه ډول ګڼ شمیر عزمونه زموږ د من کي بات د خبرو او یا هم لیکلو پیغامونو له لارې رامنځته شوي دي. او همدا تاسو دغه ارادو ته قوت ورکړی.
ما یو ډیر ښکلی لیک ترلاسه کړ چې د بیهار نه ښاغلي شلیش لیکلی وو. په اصل کې هغه اوس په بیهار کې نه اوسیږي. د هغه پر وینا چې اوس په ډیلي کې اوسیږي او د یوې این جي او سره کار کوي. شلیش لیکي چې، مودي صیب، تاسو له موږ نه د من کي بات په هره برخه کې کله د یو شي غوښتنه کوئ او کله د بل شي. ما له هغوئ څخه ډیر شمیر، یا په لیکلې او یا هم په معنوي توګه، عملي کړي دي. په دې سوړ موسم کې زه کور په کور وګرځیدم او له هغوئ مې تاوده کالي راغونډ کړل او هغه مې په اړمنو وویشل. له من کي بات نه مې په الهام اخیستو سره په ډیرو چارو پیل کړی. بعضې چارې یې مخ پر بشپړیدو دي. په دې نوي کال کې ما د من کي بات په تړاو د دې ټولو کارونو یو مهال ویش/ منشور جوړ کړی، لکه څنګه چې خلک د نوي کال پر مهال نوي قراردادونه جوړوي. مودي صیب د دې نوي کال لپاره دا زما نوی ټولنیز قرارداد دی. زما په اند ډیر داسې واړه څیزونه شته چې که وکړی شي لوی بدلونونه به رامنځته کړي. آیا تاسو کولی شئ چې په دې منشور باندې خپل یو لاسلیک ورکړئ او بیرته یې تر ما د رارسولو بندوبست کولی شئ؟
شلیش صیب، تاته د زړه له تله مبارکي او ډیرې نیکې هیلې وړاندې کوم. ستا د نوي کال په تړاو د من کي بات منشور خورا له نوښتونو ډک دی. زه به دغه لیکلی منشور له خپلو نیکو هیلو سره بیرته تا ته درولیږم. ملګرو، کله چې ما د دغه من کي بات منشور پر لورې کتل نو ماته د دې منشور په محتوا کې له حد نه ډیر هیش ټیګونه ترلاسه شول. او یقینآ چې موږ په ګډه سره په بیلابیلو هڅو کار کړی. داسې وخت هم وو چې موږ د یو شعار (سرتیري ته پیغام) له لارې خپلو سرتیرو سره د احساساتي اړیکو ټینګولو هڅه کړې وه. موږ همدا راز د (کهادي) د پلورلو په موخه د (کهادي فار نیشن- کهادي فار فیشن) بهیر هم پیل کړی وو. موږ د (لوکل لو) یانې کورني تولیدات واخلۍ شعار هم په لاره اچولی وو. د ( هم فټ تو هندوستان فټ) شعار لاندې د فټنس یا روغتیا په هکله هم عامه اذهان روښانه کړي وو.
موږ د (میرا صاف ستهرا هندوستان) او د ( سټیچو کلیننګ ) له لارې د پاکوالي او پاکۍ بهیر په یو ولسي یون باندې بدل کړ. د (هیشټیګ نو ټو ډرګز، هیشټیګ بهارت کي لکشمي، هیشټیګ سیلف فار سوسایټي، هیشټیګ سټریس فري ایګزیمز، هیشټیګ سورکشا بندهن ، هیشټیګ ډیجیټل ایکونومي او هیشټیګ روډ سیفټي) او داسې نور کمپاینونه چې شمیر یې خورا ډیر دی.
شلیش صیب، تا خو به د من کي بات دې مهال ویش ته په کتلو سره اندازه لګولې وي چې په رښتیا هم چې کارونه خورا ډیر دي! راځئ چې موږ دا سفر روان وساتو. د من کي بات په فهرست کې په درج شوې یوه نه یوه پروسه کې شامل شئ. د هیشټیګ په کارولو سره ډیر په ویاړ سره خپل ګډون له ټولو سره شریک کړئ. ملګري او کورنۍ مو هم وهڅوئ. که یو هندوستانی خپل یو قدم وړاندې کیږدي نو په دې مانا ده چې په هندوستان کې به یو سل او یو کروړه قدمونه پر مخ لاړ شي. نو له همدې کبله ویل کیږي چې، چهارایویټي، چهارایویټي، چهارایویتي، یانې روان اوسه، قدم وهه او پر مخ ځه! ستاسو هڅې باید د دې شعار په رڼا کې روانې وي.
زما ګرانو هېوادوالو، موږ د من کي بات منشور حس کړی دی. د پاکي او صفایي ترڅنګ د ولسي ګډون اخلاق هم په بل لوري پر تیزۍ سره په مخ روان دی..... او هغه هم د اوبو ساتلو برخه ده، د اوبو د ساتلو په موخه د هېواد په هر ګوټ کې، یو اندازه پراخه او نوې هڅې روانې دي. له دې څخه ما ته دا خوښي ترلاسه شوې چې تاسو ته یې هم باید ووایم چې د تیر مون سون موسم نه وروسته پیل کړی شوی د جل شکتي بهیر د ولسي ګډون په مرسته په چټکۍ او کامیابۍ سره مخ پر وړاندې روان دی. په لویه کچه بندونه او تالابونه جوړ کړی شوي. او تر ټولو ډیره د خوښۍ خبره خو دا ده چې په دې بهیر کې د هرې طبقې خلکو په پوره اخلاص سره ونډه اخیستې. د بیلګې په توګه د راجستان د جیلور ولسوالۍ خبره کوو. هلته دوه تاریخي د اوبو کوهیان د ګندګۍ او مردارو اوبو په ذخیرو بدل شوي وو. مګر په یوه ښه ورځ، هلته میشتو د بدرایان او تناوالا شوراګانو په سلګونه خلکو د جل شکتي بهیر تر چتر لاندې د دې کوهیانو د بیا ودانولو اراده وکړه. له ورښتونو ډیر د مخه، خلکو مردارې اوبه او کثافات لرې کړل او کوهیان یې د پاکوالي په موخه و کینل. نورو سره د هغوې د زیار ویستلو او خولې تویلو له امله بعضې خلکو مالي مرسته وکړه، په پایله کې اوس هغه کوهیان بیرته فعاله شوي دي. همداسې یو کار د اترپردیش په باره بنکي کې هم ترسترګو شوې.
دلته، د سراهي اوبو بند چې په ۴۳هیکټیره کې پروت دی هم په خپلو وروستیو سلګیو کې وو. مګر کلیوالو د خپل ټولنیز عزم له لارې بیرته دغه بند ته ژوند ور وبښلو. دوی د دغه لوی کار په بهیر کې هیڅ خنډ راتلو ته هم اجازه ورنکړه. کلیوالوړ یو بل ته لاسونه ورکړل، هغوئ د ټول بند شا او خوا ته د یوه متر په اندازه استنادي دیوال جوړ کړ. اوس په دغه بند کې اوبه د ډنډیدلو په حال کې دي. شاوخوا ترې د مرغاڼو د چڼار غږونه انګازې کوي.
په اترا کنډ کې د المورا شاهراه پر غاړه د ثانیا کوټ کلی هم د ولسي ګډون د یوه ورته بیلګې په توګه څرګند شوی. د اوبو د سخت قلت د لمنځه وړلو په موخه، کلیوالو دا یقیني کړه چې اوبه باید تر کلي پورې ورسیږي. د دوی د ارادې د مخنیوي لپاره هیڅ دخنډ نه وو. ولسونو په خپلو کې پیسې سره راغونډې کړې. د دغه منصوبې د عملي کولو په موخه یې په ټولیزه توګه د کار لګښټ ورکړ او شاوخوا یو کیلو متره لرې واټن څخه یې کلي ته د اوبو پایپ وغځولو. یو د اوبو پمپولو مرکز یې جوړ کړ. او له دې سره له دوه لسیزو اړوده سختي یې له منځه یوړه. د ورښت اوبو د کمولو په موخه د بور ویل د کارولو یو نوی خیال له تامل ناډو څخه را برسیره شو. په هېواد کې اوس د اوبو د تحفظ په موخه ډول ډول کیسې آوریدل کیږي، چې نوي هندوستان ته د رسیدو خیال لا هم پیاوړی کوي. اوس ټول هېواد زموږ د جل شکتي د نامورو د دغه کارنامو آوریدلو ته بې قرار دي. زه له تاسو ټولو هېله کوم چې د هیشټیګ جل شکتي۴ انډیا تر چتر لاندې د اوبو د سپما او تحفظ په برخه کې ټولې ترسره کیدونکې هلې ځلې که پخپله یې ترسره کوئ او یا یې ستاسو په شاوخوا کې نور څوک ترسره کوي پرته له کوم ځنډ نه د انځورونو، ویډیو ګانو او کیسو په بڼه خپرې کړئ.
زما ګرانو هېوادوالو او په ځانګړې توګه زما ټولو ځوانو ملګرو، نن د من کي بات په چوکاټ کې، زه د آسام حکومت او ولسونو ته مبارکي ورکوم چې د کهیلو انډیا لوبو ښه کوربتوب یې کړی. ملګرو د جنورۍ په ۲۲ مه نیټه د کهیلو انډیا لوبو دریم پړاو په ګوواټي کې په لاره واچول شو. په دې لوبو کې له بیلابیلو ایالتونو څخه شاوخوا ۶ زره لوبغاړو برخه واخیسته. تاسو به د دې خبرې په آوریدلو حیران شئ چې د دغه لوبو په عظیم الشان بهیر کی ۸۰ ریکارډونه مات شول. او زه په دې ویاړم چې په دې ۸۰ ریکارډونو کې یې ۵۶ ریکارډونه زموږ لوڼو مات کړل. دا ویاړ زموږ د لوڼو په نوم ثبت شو. زه د ټول ګټونکو ترڅنګ ګډون کوونکو ته هم مبارکي وایم. زه د کهیلو انډیا لوبو ټولو اړوند اشخاصو یانې د تخنیکي کارکوونکو له زړه نه مننه کوم چې داسې بریالي انتظامات یې نیولي وو.
موږ ټولو ته به دا د خوښۍ خبر وي چې په کهیلو انډیا لوبو کې د لوبغاړو ګډون کال په کال مخ پر ډیریدلو دی. او دا خبره موږ ته دا هم وایي چې په ښوونځیو کې هم زده کوونکي د لوبو پر لور مخه کوي. زه تاسو ټولو ته دا ویل غواړم چې په ۲۰۱۸ م کال کې چې د کهیلو انډیا لوبو پیل شوی وو نو هغه مهال په دې لوبو کې ۳۵۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه. مګر یواځې د درې کالو په موده کې د لوبغاړو ګډون تر ۶ زرو څخه زیات شو. کوم چې د دې حقیقت ښکارندویي کوي چې تقریبآ دغه شمیر دوه برابره شوی دی. یواځې دا نه، فقط په درې کلونو کې، ۳۲۰۰ ډالۍ لرونکي ماشومانو د لوبو په برخو کې ظهور کړی. په دوی کې ډیری شمیر ماشومان په غربت کې لوی شوي وو. د دغه ماشومانو او د هغوئ د والدینو د صبر او عزم کیسې چې په کهیلو انډیا لوبو کې یې برخه اخیستې وه هر هندوستانی به تر خپل تاثیر لاندې راولي. اوس د ګواټي ښاروالۍ کې د صفايۍ کوونکي کارګر پورنی منډال مثال درواخلۍ. یو خوا د هغه لور مالویکا په فوټبال لوبه کې خپله وړتیا وښودله او له بلې خوا د هغه یوه ځوی سوجت په کهو- کهو لوبو کې د آسام استاذولي وکړه، او بل ځوی یې پردیپ بیا په هاکي لوبو کې داسې وکړل.
همدا ډول د تامل ناډو د یوګاننتن کیسه هم ده چې تاسو به پرې وویاړئ. د هغه لور پورنشري په ویټ لفټنګ کې د سرو زرو مډال په ګټلو سره د ټولو زړونه وګټل. که اوس زه د ډیویډ بیکهم نوم واخلم نو تاسو به فکر وکړئ چې زه د نړیوال افسانوي فوټ بالر خبره کوم که همداسې نه ده؟ مګر اوس زموږ په منځ کې ډیویډ بیکهم هم شته او هغه په ګواټي کې ترسره کیدونکو یوت ګیمز کې د سرو زرو مډال وګټلو. هغه هم د بایسکیل ځغلونې په ۲۰۰ متره اسپرنټ ایونټ کې! او زما لپاره دا مطلب دوه چنده خوښي رابخښي. تاسو پوهیږۍ، یو څه موده وړاندې زه د انډومار ټاپوګي ته تللی ووم. ډویډ د کار نیکوبار یو اوسیدونکی وو. چې خپل والدین یې په هماغه کوچنویالي کې له لاسه ورکړي وو. د هغه کاکا غوښتل چې باید هغه یو فوټبالر شي او له همدې امله یې په هغه باندې د مشهور فوټبالر نوم ایښی وو. مګر تنکي ځوان ډویډ د بایسکیل ځغلونې سره مینه لرله. هغه د کهیلو هندوستان سکیم تر جتر لاندې نومول شوی وو او اوس تاسو پخپله شاهد یاست چې هغه په بایسکیل ځغلونه کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
د بهیواني پرشانت سینګ کنهیا په پول والټ ایوینټ کې خپل قومي ریکارډ مات کړ. د ۱۹ کلن پرشانت تړاو له یوې کرنیزې کورنۍ سره دی. تاسو به په دې خبره حیران شئ چې پرشانت به په خاورو باندې د پولي والټ تمرینات کول. د دې حیرانوونکي حقیقت په آوریدلو سره د د لوبو ادارې د ډیلي په جواهر لال نهرو لوبغالي کې د اکاډمۍ په چلولو کې د هغه له روزونکي سره مرسته وکړه او نن پرشانت هلته روزل کیږي.
د ممبۍ دکرینه شنکټنا نه هیریدونکې کیسه هر څوک متاثره کوي. کرینې په لامبو وهنې کې د ۱۰۰ مترو په بریسټ اسټروک ایوینټ کې برخه واخیسته، له ۱۷ کلنۍ نه کم عمره کټګورۍ کې یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او یو نوی قومي ریکارډ یې جوړ کړ. مګر د لسم ټولګي دغه زده کوونکې یو وخت د زنګون له ټپ نه رنج وړلو او د هغه ټپ له امله یې خپل تمرینات درولي وو. مګر کرینې او د هغې مور ماتې و نه منله او د هغو زحمتونو پایله اوس دا دی موږ او تاسو ټول وینو. زه د ټولو لوبغاړو لپآره د روښانه راتلونکي هیله کوم. او له همدې سره، زه د خپلو ټولو هېوادوالو له لوري د هغوۍ مور او پلار ته درناوی وړاندې کوم، چا چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي په لاره کې غربت خنډ و نه ګرځولو. موږ ټول پوهیږو چې نیشنل ګیمز یا ملي لوبې یو میدان دی، چیرته چې لوبغاړو ته د نورو ایالتونو د کلتور نه د خبریدو سره سره د خپلې مینې د اظهار موقع هم په لاس ورځي. نو له همدې امله، موږ د کهیلو انډیا یوت ګیمز په بڼه هر کال د کهیلو انډیا یونیورسټیز ګیمز لوبو د انعقاد پریکړه هم کړې.
ملګرو! راتلونکې میاشت ۲۲ م د فبرورۍ نه د مارچ پورې د اوډیسا په کټک او ببونیشور کې د کهیلو انډیا یونیورسټي ګیمز لومړی پړاو دایریږي. او په دې لوبو کې له درې زرو څخه ډیرو لوبغاړو کوالیفای کړې.
زما ګرانو وطنوالو! د آزموینو موسم راورسید، او څرګنده ده چې ټول زده کوونکي به خپل چمتو والي ته د یوې منظمې بڼې په ورکولو کې بوخت وي. د پریکشا پې چرچا پروګرام له لارې ما د هیواد سلګونه زره زده کوونکو سره د لیدنې وروسته دا تجربه ترلاسه کړه چې زموږ زده کوونکي اوس د آزموینو فشار ته نه وایي او پخپل ځان باوري شوي دي او هر ډول چیلنج ته چمتو والی لري.
دوستانو، له یوې خوا موږ د آزموینو سره مخ یو او له بلې خوا بیا د ژمي سوړ موسم، د دې دواړو سره د مقابلې په برخه کې زه تاسو ګزارش کوم چې هڅه وکړئ ترڅو روغ اوسئ. یو څه تمرین وکړئ او یو څه هم لوبې وکړئ. د روغتیا لپاره لوبې او همدا لوبې کلیدي حیثیت لري. هسې زه نن سبا وینم چې فټ انډیا پورې تړلي پروګرامونه په لاره اچول کیږي. د جنورۍ په ۱۸ مه نیټه زموږ تنکیو ځوانانو په ټول هیواد کې د یو سایلکلاتهون په لاره واچولو. په سلګونه زره وطنوالو په دې سایکلاتهون کې ګډون وکړو او د روغتیا پیغام يې خپور کړ. په دې موخه د اقداماتو د ترسترګو کیدل چې دا باوري کړی شي ترڅو زموږ نوی هند فټ یا روغ وي نو موږ ته جوش او ولوله رابخښي. تیر کال په نوومبر کې پیل کړی شوي د فټ انډیا سکول بهیر هم مثبتې پایلې له ځان سره لري. ما ته ویل شوي چې تر دې مهال له ۶۵٫۰۰۰ زره څخه زیاتو ښوونځیو د فټ انډا سکول سرټیفیکیټونه ترلاسه کړي. زه د هیواد له نورو ښوونځیو څخه هم غوښتنه کوم چې هغوئ بدني فعالیتونو او لوبو ته له تعلیم سره تړاو ورکړي او دا یقیني کړي چې هغوئ د یو (فټ انډیا سکول) په توګه ثبت شوي. له دې سره سره زه له ټولو ښاریانو هم دا غوښتنه کوم چې پخپلو ورځنیو کړنو کې ډیر تر ډیره فزیکي فعالیتونو ته وده ورکړي. هره ورځ ځان ته دا را په یاد کړي چې که چیرې موږ روغ یو نو هندوستان به روغ وي.
زما ګرانو هېوادوالو، یو څو اونۍ د مخه، د هند په بیلابیلو برخو کې یو لړ مراسم ولمانځل شول. که پنجاب په جوش او خروش سره لوهري لمانځله نو تامل ناډو کې بیا خویندو او ورونو د پونګل جشن او د تیرهوالوار د زیږیدنې ورځ لمانځله. آسام د بیهو په زړه راښکونکې نندارو باندې له جوش نه ډک وو. په ګجرات کې، هره خوا به آسمان کې د پتنګانو او اوتهاریانو جلال تر سترګو کیده. په داسې فضا کې په ډیلي کې یوه تاریخي واقعه تر سترګو شوه. په ډیلي کې پر یوې مهمې هوکړې لاسلیک وشو. چې له دې سره د برو- رینګ مهاجرینو شاوخوا ۲۵ کلن پخواني بحران یو تکلیف ورکوونکی دور، د تل او تل لپاره پای ته ورسیده. د بوختو مراسمو او عنعنوي جشنونو د موسم له امله، شاید تاسو د دې تاریخي هوکړې په هکله په تفصیل سره مالومات نه وي ترلاسه کړي. نو ما فکر وکړ چې زه باید هرو مرو د من کي بات په پروګرم کې پر دې موضوع خبرې وکړم. دا موضوع ۹۰ مې لسیزې پورې تړلې.
په ۱۹۹۷کال کې، توکیزمو ناورینونو د برو- رینګ قبیله دې ته اړ کړه چې میزورام پریږدي او په ټریپوره کې مجبورآ پناه واخلي. دا مهاجرین د شمالي ټریپورې په کنچن پور کې په عارضي توګه ځای پر ځای کړی شوي وو. دا خورا زړه بوګنوونکې خبره ده چې د برو- رینګ ټولنې د خپل ژوند یوه مهمه برخه د مهاجر په توګه له لاسه ورکړه. په کمپونو کې د ژوند تیرولو مانا یانې چې د ژوند له ټولو آسانتیاوو څخه بې برخې کیدل دي. له ۲۳ کلونو راهیسې نه کور، نه ځمکه او نه خپلې کورنۍ ته کومه روغتیایي درملنه، نه هم خپلو ماشومانو ته زده کړو آسانتیاوې. یو څه فکر وکړئ، دوی ته به په دغه لنډمهالو کمپونو کې ۲۳ کاله ژوند کول څومره ستونزمن وو. هره شیبه به، د دوی د ژوند هره ورځ د یو نامالوم راتلونکي پر لور په تلو سره څومره تکلیف بخښونکې وه. حکومتونه راغلل او لاړل، مګر د دوی د درد هیڅ درمل و نه شو. له دې سربیره، د هندوستان په اساسي قانون او کلتور باندې د دوی ټینګ عزم روان وو. دا د همدې یقین لامل دی چې د دوی ژوند اوس د یو نوي سهار په درشل کې دی. له هوکړې سره سم، د دوی لپاره د ژوند کولو نوې لاره پرانستل شوه. باالآخره د ۲۰۲۰ م کال نوې لسیزې د برو- رینګ ټولنې په ژوند کې د هیلو یو نوی څرک راووست. په ټریپوره کې د شاوخوا ۳۴۰۰۰ زره برو مهاجرینو برحالي ترسره شوه. یواځې دا هم نه، حکومت به د دوی د برحالۍ او هر اړخیزو پرمختګونو لپاره ۶۰۰ کروړه روپیو مرسته هم برابره کړي. هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته به د ځمکې یوه نمره ورکړل شي. د کور په جوړولو کې به له دوی سره مرسته وشي. برسیره پر دې به دوی ته خواړه هم برابر کړی شي. هغوۍ به اوس وکولی شي د ایالت او مرکزي حکومت لخوا د ولسي هوساینې له سکیمونو نه هم ګټه پورته کړي. دا هوکړه د بیلابیلو دلیلونو له امله ځانګړې ده. دا د مرستو پر مټ د هوساینې روحیې نښې دي. د هوکړې د لاسلیک پر مهال د واړو میزورام او ټریپورې مشر وزیران هم موجود وو. دا هوکړه یواځې د دواړو ایالتونو د رضایت او غوښتنو پر مټ ممکنه شوه. زه په ځانګړې توګه د دواړو ریاستونو د ولسونو او مشر وزیرانو څخه مننه کول غواړم. دا هوکړه د هندوستاني کلتور د میراثي شفقت او حساسیت ښکارندویۍ یوه څرګنده بیلګه ده. هر څوک خپل ګڼل او د یووالي په جذبه کې ژوند کول د دې مقدسې ځمکې په اخلاقو کې سرایت کړی. زه یو وار بیا د دغو ایالتونو اوسیدونکو او د برو- رینګ ټولنې ته مبارکي وړاندې کول غواړم.
زما ګرانو هېوادوالو! آسام، چې د عظیمو کهیلو انډیا لوبو کوربتوب یې وکړو د یوې بلې عالي لاسته راوړنې شاهد وو. تاسو به دا په خبرونو کې هم لیدلي وي چې یو څو ورځې د مخه ۶۴۴ غیرقانونه وسلوالو چې ۸ بیلابیلو ډلو پورې یې تړاو درلود خپلې وسلې پر ځمکه د کیښودلو پریکړه وکړه او هغه خلک چې د تاوتریخوالي او بربادۍ لار یې خپله کړې وه اوس د سولې او هېواد د پرمختګ په لار کې په برخه اخیستلو باوري شول. همدا ډول تیر کال په ټریپوره کې هم ۸۰ غیر مسووله وسلوالو دا کار کړی وو او بیرته خپل اصلي مسیر ته راستانه شول. هغه چا چې پخوا یې وسلې پورته کړې وې او فکر یې کولو چې ستونزې به په تاوتریخوالي سره حل کیږي اوس په دې فکر باوري شول چې ټولې ستونزې د سولې او یووالي له لارې حل کیدلی شي. هېواد وال به د دې په آوریدو خوښ شي چې اوس په شمال ختیځ کې مخالفتونه کم شوي دي. او د دغې لویې لاسته راوړنې لامل یواځې همدا دی په هغه سیمه کې هر موضوع په صادقانه توګه او سوله ییزه فضا کې د خبرو له لارې حل کیږي. د جمهوریت ورځې په دې ویاړمنه ورځ، زه د هېواد په هر ګوټ کې په هر هغه چا دا غږ کوم څوک چې غواړي ستونزو ته د تاوتریخوالي او وسلو له لارې حل لاره پیدا کړي چې، خپل اصلي مسیر ته بیرته راستانه شئ. دوی باید پر خپلو او د خپل هېواد پر وړتیاوو باور وکړي ترڅو ټولې ستونزې په سوله ییزه توګه حل کړی شي. موږ په ۲۱مه پیړۍ کې ژوند کوو، چې د پوهې، ساینس او ډیموکراسۍ پیړۍ ده. آیا کله مو آوریدلي چې په کوم ځای کې ستونزې د جګړې له لارې حل شوي؟ آیا کله مو آوریدلي چې په کوم ځای کې سوله او ښیرازتیا د ښه ژوند په بهیر کې خنډ ګرځيدلی؟ تاوتریخوالی هیڅکله هم کومه موضوع نشي حل کولی. د نړۍ هیڅ ستونزه هم د بلې ستونزې په پیدا کولو سره نه ده حل شوې. دا یواځې د ډیرو حل لارو په موندلو سره حل کیدلی شي. راځئ چې یو ځای سره یوه نوې مفکوره ایجاد کړو، چیرته چې هره ستونزه په سوله ییزه توګه حل کیدلی شي. یووالی باید د هرې موضوع د حل کولو کلۍ وي. او ورورولي باید هره بیلوونکې هڅه خنثی کړي چې په پایله کې موږ پخپلو کې سره ویشي.
زما ګرانو هېوادوالو! د جمهوریت ورځې لمانځنې په مناسبت زه ویاړم چې تاسو ته د ګګنیان په هکله خبرې وکړم. هېواد دې موخې ته درسیدو لپاره یو بل ګام هم مخ پر وړاندې اخیستی. په ۲۰۲۰م کال کې چې موږ به د هېواد د خپلواکۍ ۵۷ مه کلیزه لمانځو، موږ باید هغې موخې ته هم د حقیقت بڼه ورکړو چې یو هندوستانی د ګګنیان مشن له لارې فضا ته ولیږو. د ګګنیان مشن د هند لپار په یووشتمه پیړۍ کې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې یوه تاریخي لاسته راوړنه ده. دا به د نوي هند پر لور یو اثبات وي.
دوستانو، تاسو به خبریاست چې څلور تنه لا پخوا د دې مشن لپاره د هوانوردانو په توګه غوره شوي. هغوئ ټول د هندي هوایي ځواک پیلوټان دي. دوی په هند کې د وړتیا، مهارت، توانایۍ، زړورتیا او خیالونو لپاره هیله بښونکي ځوانان دي. په پام کې ده چې زموږ دا څلور ځوانان د څو ورځنیو زده کړو لپاره روسیې ته لاړ شي. زه باور لرم چې دا به د هند او روسیې د همکاریو په ملګرتیا کې یو نوی طلایي دور وي. هغوئ به له یوه کال څخه زیات وخت لپاره زده کړې وکړي. وروسته له هغې به له هغوئ څخه د یوه پر اوږو د ملت د هیلو او فضا ته د تللو مسوولیت ور په غاړه وي. د جمهوریت دغه پرتمینې ورځې پر مهال، زه دغو څلورو ځوانانو او هندي او روسي کارپوهانو ته چې دې مشن پورې تړاو لري، د زړه له کومې مبارکي وایم.
زما ګرانو هېوادوالو، د تیر کال په مارچ میاشت کې، په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو د توجو مرکز وګرځيده. په دې هکله ګونګسې وې چې څنګه یوې ۱۰۷ کلنې زړه مور ولسمشر ته د آشیرواد ورکولو پروټوکول مات کړ. دا زړه ښځه سالومرادا ټیممکا وه، چې په کرناټکا کې د ورکشا ماتا یا د ونې مور په نوم مشهوره ده. لمانځنه د پاډام جایزو ویش وو. هېواد د یوه ناپیژندل شوي بګراونډ لرونکې ټیممکا دغه غیر معمولي ګډون و منلو او د هغې درناوی یې وکړو. نوموړې د پډما شري جایزې غونډې لپاره سینګار کیدله.
دوستانو نن هندوستان په داسې عظیمو شخصیتونو باندې ویاړي او د داسې اشخاسو پر ستایلو باندې ویاړي چې ځمکې او خلکو سره ریښې لري. د هر کال په شان تیر ماښام هم د پاډما جایزو اعلان شوی وو. زه له تاسو غوښتنه کوم چې د ټولو جایزې ګټونکې په هکله ولولئ. له خپلو کورنیو سره د دوی پر ګډون باندې تبادل د نظر وکړئ. سږ کال د پاډما جایزو لپاره له ۴۶۰۰۰ زرو څخه ډیر کسان نوماند شوي وو. دا شمیر په ۲۰۱۴ کال کې د نامزد شویو خلکو له شمیر نه ۲۰ برابره زیات وو. دا شمیر زموږ او ستاسو د هر یوه باور ښکارندویي کوي او موږ ته وایي چې پاډام جایزې اوس د ولسونو په جایزو بدلې شوي. د پاډما جایزو ټوله پروسه اوس په آنلاین بڼه بشپړه شوې. تر دې د مخه یو څو ځانګړو اشخاصو لپاره ځانګړې شوې وه. اوس دا په بشپړه توګه د خلکو خپله پروسه ده. موږ ویلی شو چې اوس په هېواد کې د جایزو قدر او درناوي ته یو نوی مقام ترلاسه شوی. په جایزې ګټونکو کې ډیری شمیر هغه خلک دي چې پخپل زیار سره له هرم نه راپورته شوي وو. هغوئ د وسایلو پر کموالي او د خپلې شاو خوا نا هیلیو پر ویروونکي چاپیریال باندې برلاسي شول او پر مخ لاړل. په اصل کې، د هغوئ ټینګ عزم او بې کچې د خدمت جذبې، موږ ټول تر خپل تاثیر لاندې راوستو. زه یو وار بیا ټولو د پاډام جایزې ګټونکو ته مبارکي وایم. زه له تاسو هیله کوم چې د دوی په هکله ولولۍ او لا ډیر مالومات ترلاسه کړئ. د دوی د ژوند غیر معمولي کیسې به ټولنې ته د حقیقي روحیې سره سم حرکت ورکړي.
زما ګرانو هېوادوالو! یو وار بیا د یوم جمهوریت بمانځغونډو لپاره نیکې هیلې. دا نوې لسیزه دې ستاسو هر یو او هېواد لپاره نوي عزم او بریاوې راوړي. او هندوستان په رښتینې توګه کولی شي چې دغه هیلو ته د حقیقت جامه ورکړي کومې هیلې چې نړۍ له هندوستان نه لري. راځئ له دې باور سره نوې لسیزه پیل کړو! راځئ چې د هندوستان مورنۍ خاوری د چوپړ کولو ، له نوي عزم سره پیل وکړو. ډیره ډیره مننه. نمسکار

Comments
Post a Comment