په پاکستان کي اقليت خوندي ندي
ليکنه : د معين الدين خان
ژباړه : د پښتو څانګي
د پاکستان بنسټ ایښودنکي محمد علي جناح ، د ۱۹۴۷م ميلادي کال د اګست په ۱۱مه نيټه پاکستان د جوړيدو پریکړې وروسته ، د اساسي قانون په اسمبلۍ کې د وینا پرمهال دا ويلي وو چې د هيواد هیڅ يو وګړي سره به هم د مذهب او عقیدې پربنسټ فرق او توپير ونشي . هرڅوک به ازاد وي او د خپلو مندرونو ، جوماتونو یا کوم بل عبادت ځایونو ته د تلو اجازه به ولري. په لنډه توګه ، دولت به د کوم مذهب په اړه فکر ونه کړي. يقيننا" چي د ښاغلي جناح دغه څرګندونو د پاکستان اقلیتو باور زيات کړي وو . دا د یادونې وړ هم ده چې د پاکستان له تشکیل وروسته په پاکستان کې د لږکیو شمیر د ټول ټال نفوسو شاوخوا ۲۵ سلنه وو
د یو څو ورځو په جریان کې ، ټول لږکیۍ پدې پوهه شول چې دوی نه یوازې په هر ډګر له پامه غورځول شوي ، بلکه غیر مساوي چلند ورسره هم کیږي. په پاکستان کې ترټولو لویه اقلیتي ټولنه د هندوانو وه او ددي نه علاوه د سکهانو ، عیسویانو او یو شمیر نورو لږکیو ټولني هم وي
يو بل اقلیت پخپله په پاکستان کي هغه وخت رامینځته شو کله چې ۱۹۴۷ م کال کي په پارلمان کي يو قانون تصويب شو او احمديان غیر مسلمانان اعلان کړي شول . دا داسي احمدیا فرقه هم لږه کۍ شوه
ورو ورو په پاکستان کې د لږکیو شمیر کم شو. نن ورځ وضعیت دا دی چې لږ تر لږه ۳ سلنه خلک يي اقليت دي او هغوي هم هره ورځ په ازابيږي
په وروستي کلونو کې د بالغ او نا بالغ غیر مسلم انجونو د تښتونې پیښې رامینځته شوي ، اول په زوره اسلام ته اړول کيږي او بيا مسلمانانو ته واده کيږي . د خواشینۍ وړ خبره دا ده چي پدي کي ستر سیاسي کسان هم مهم رول لوبوي. د پولیسو او ادارې په ډګر تعصب هم شتون لري. اقلیتونه دومره ډارول کيږي چي هغوي لپاره دا مشکل کار وي چې حتی له محکمو څخه انصاف ترلاسه کړي
دا يوه اوږده کیسه ده. د پاکستان مدني ټولنه او انصاف خوښونکي خلک ددي پرضد لاریون هم کوي
د بشري حقونو کمیسیون هم اکثره وخت د ورته پیښو یادونه کوي ، مګر د لاریون هر غږ غلی کړي شي . د پاکستان اوسنی لومړی وزیر ، عمران خان اکثرا ادعا کوي چې هغه یو لوی اقلیت نواز دی او په هيواد کي اقلیت هیڅکله دومره خوندي نه وو څومره چي نن دي . پدي جون مياشت کي هغه په اسلام اباد کي د هندوانو لپاره يو مندر جوړولو لپاره پانګي منظوري کړي مګر د هغه د پریکړې نه وروسته ، افراطي مذهبي ډلو د دې مخالفت پیل کړ او ګواښ یې وکړ چې د مندر د جوړولو اجازه به ورنکړي . یو شمیر سیاسي ګوندونو هم د دې مخالفت وکړ چي ورکي د مولانا فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام هم شامل دي
د پاکستان مسلم لیګ قائداعظم هم دي پريکړي ته غاړه ايخي وه . دا به یادونه وشي چې مسلم لیګ قائداعظم ، د جنرال پرویز مشرف د خوښي سیاسي ګوند و چې د هغه د واکمنۍ پرمهال رامینځته شوی و ، خو د پلازمینې پراختیا ادارې ممکن د دې دلایلو له امله د معبد ودانی ودرولي . په ټاکل شوې ځمکه ودانۍ جوړول پیل شوي وو مګر دي سازمان ويل چې یو څه قانوني پیچلتیاوې راپورته شوې. دا د پلازمینې پرمختیا اداره ده چې پدې وروستیو کې یې د لال مسجد د بدنام شوي مولانا عبدالعزیز لپاره شل کناله د ځمکې شخړه په ډیره اطمینان سره حل کړه
خواکه هر څه اوشو ، مګر د لږکیو په وړاندې د نفرت کچه د دې حقیقت څخه اټکل کیدی شي چې ډیرو خبري چینلونو د افراطي عالمانو تر تاثیر لاندې د مندر د جوړولو کار په تړلو جشنونه وکړل . ډان ورځپاني په خپله سرمقاله کې ویلي څنګه چې د مولانا عزیز قضیه حل شوه ، ایا د هندوانو لپاره دا مسله نشوه حل کيداي؟ ایا دا ثبوت ندی چې په پاکستان کې د غیر مسلمانانو لپاره د مذهبي آزادۍ مفهوم مبهم دی؟
ځینو نورو پاکستانیو ورځپانو هم د چارواکو ددغه روۍ یادونه کړې. د بشري حقوقو د بښنې نړیوال سازمان هم په دې اړه جدي پام کړی او غوښتنه یې کړې چې د پاکستان حکومت دې د مذهبي او سیاسي ډلو تر فشار لاندې رانه شي او هندو مندر جوړول دي پيل کړي . د بخښنې نړيوال سازمان دا هم یادونه کړې چې مذهبي آزادي د پاکستان د اساسي قانون له مخې تضمین ده. سربیره پردې ، دا د پاکستان نړیوال مسؤلیت هم دی. د بخښنې ډلې په یو ټویټ کې دا هم ویلي چې د معبد د ودانیو بندول د تعصب ترټولو ناوړه بیلګه ده چې باید سمدلاسه ورته پاملرنه وشي. ایا عمران خان به اوس دومره جرت وښیې؟
Comments
Post a Comment