دپاکستان د لږکیو درد

لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګي
د پاکستان په پلازمېنه ، اسلام آباد کې د هندوانو مندر جوړول په دې وروستیو کې د افراطي ډلو د فشارونو له امله ودرول شو. دې کار په پاکستان کې د لږکیو د راتلونکي، د دوی اوسني وضعیت او له دوی سره د کیدونکي چلند د څرنګوالي په اړه په ورځپاڼو او رسنیو کې نوي بحثونه راپارولي دي. په پاکستان کې یو عدالت او یوه سیکولره کړۍ هم شته چې له هر ډول فشارونو او ګواښونو سره سره د اقلیتونو د حقونو لپاره خپل غږ اوچتوي او په دې اړه خپل نظر څرګندوي او خبرې کوي. بیروکراټان چې د حکومتي ماشین برخې دي چې د دندې له مخې د دولت پریکړې عملي کوي ځکه چې دوی مجبور دي داسې وکړي ، مګر یو شمیر صادق او عادل حکومتي کارکوونکي هم شته چې بیا هغوی له دندو ګوښه کیږي. هغوی له تقاعد وروسته بیا د حکومت لخوا په قصدي نیمګړتیاو او بې عدالتیو تاکید کوي او وضعیت ته د خپلو لیدونو د بیا کتنې له مخې ګوري
ظفر عزیز چوهدري ، د ولایتي ملکي خدماتو پخوانی غړی او د یو شمیر مهمو کتابونو لیکوال په ډیلي ټایمز کې په یوه مقاله کې لیکلي چې په پاکستان کې د لږکیو پخوانۍ ستونزه بیا راپورته شوې ده. دا داسې پیښ شوي چې په پلازمینه اسلام آباد کې له ۳۰۰۰څخه زیاتو هندواستوګنو لپاره د يو مندر جوړولو په خاطر یوه ټوټه ځمکه ورکړل شوې ده. لومړي وزیر عمران خان هم د دې لپاره ۱۰ کروړه روپۍ منظور کړې. پدې ښار کې ځینې پخواني معبدونه شته مګر ترې ګټه نه اخیستل کیږي. بل هیڅ یو ځای نشته چې د هندو فرقې خلک یې د خپلو ټولنیزو کارونو لکه واده او نورو مراسمو لپاره وکاروي. بیا مړي د سوځولو لپاره هیڅ قبرستان شتون نلري. هندوانو په ۲۰۱۶م کال کې د مندر لپاره غوښتنه کړې وه ، چې د پلازمینې پراختیا ادارې لخوا هم منظور شوې وه. مګر د معبد د جوړولو لومړنی پړاو یوازې هغه وخت پیل شو کله چې د نږدې مدرسې ځینې ځوانان راغلل او په لاره یې خنډ وګرځاوه او د پلازمینې پراختیا ادارې د ودانولو کار يي ودراوه. قضیه وروسته د اسلام آباد عالي محکمې ته لاړه. عالي محکمې نه یوازې د معبد د جوړولو اجازه ورکړه بلکې دا یې هم وویل چې اقلیتونه د اساسي قانون له مخې حق لري. مګر وروسته په محکمه کې عریضه وشوه چې مسله یې تر غور لاندې ده. دا به پاتې وي چې حکومت پخپله د دې مسلې منطقي پایلې ته رسولو کې څه رول لوبوي
د ظفر عزیز چوهدري په وینا ، مسلمانان په پاکستان کې ۹۶،۲۸سلنه نفوس جوړوي په داسې حال کې چې هندوان د نفوس۸۵ ،۱ جوړوي. مسیحیان ۱،۵۹ سلنه ، احمدیان ۲،۲۲ سلنه او نور مذهبونه۷،۷ سلنه جوړوي. له خپلواکۍ او ویش وروسته ، شاوخوا ۵ میلیونه هندوان او سکهان له لویدیځ پاکستان څخه هندوستان ته مهاجر شول. په پاکستان کې ، هندوان یو لوی شمیر په سند ایالت کې اوسیږي ، په داسې حال کې چې سکهان اکثره په خیبر پښتونخوا کې اوسیږي. که موږ د پاکستان د نوي دولت اساساتو په اړه وغږیږو ، د ظفر عزیز په وینا ، د دې اساسي خاکه د پاکستان بنسټ ایښودونکي جناح لخوا پخپله د اګست په ۱۱ ، ۱۹۴۷ کې په اساسي قانون کې وړاندې شوه. ظفر عزيز وايي چې دا وينا اکثرا نقل شوې خو په عمل کې نه ده راغلې. هغه څرګنده کړې چې هیڅ مذهب به د مذهب یا ذات پر اساس له تبعیض سره نه مخ کیږي. د پاکستان د ټولو وګړيو حقونه به مساوي وي، مذهب یوه شخصي مسله ده دولت به له دې سره هیڅ تړاو ونه لري. ظفر عزیز بیا لیکي چې د پاکستان بنسټ ایښودونکي د پاکستان دولت لپاره دا نظر وړاندې کړی و ، خو نن حالت دا دی چې پاکستان د لږکیو لپاره په نړۍ کې اووم خورا خطرناک هیواد دی.
په ۱۹۴۹کې لیاقت علي خان د پاکستان د دولت د لومړنیو اجزاو او اهدافو په اړه پرېکړه لیک وړاندې کړ چې د هغه له مخې به قانون او مقررات له اسلامي مقرراتو سره برابر وي. دې کار اسلامي عالمانو ته ځواک ورکړ خو لږه کیو ته یې یو بل پیغام واستاوه عالمانو غوښتنه وکړه چې احمديان دې غير مسلمان اعلان شي او د بهرنيو چارو وزارت دې له ظفر الله خان څخه واخستل شي. په هرصورت ، هغه پخپله د محمد علي جناح لخوا ټاکل شوی کس و. له هغه وروسته د اعتدال لرونکو مسلمانانو او محافظه کاره ډلو ترمینځ شخړې رامنځته شوې. داسې وحشتناک فسادونه وشول چې په لومړي ځل په پاکستان کې د مارشل لا پلي کیدو لامل شو
کله چې په ۱۹۷۳ کې د پاکستان نوی اساسی قانون عملي شو ، نو پاکستان یو اسلامی دولت اعلان شو چې پکې ولسمشر او لومړی وزیر غیر مسلمان نشي کیدلی. احمديان وروسته د ۲۶۰مې مادې په اساس غیر مسلمان اعلان شول. نظامي دیکتاتور جنرال ضیاالحق د خپلې دندې په موده کې په اساسي قانون کې ځینې تعدیلات راوړل چې د هغه بڼه یې د پام وړ خرابه کړه. د جنرال ضیا د پلان پراساس د لږکیو پر وړاندې د نفرت فضا رامینځته شوه او د نفرت فضا وده وموندله. په ۲۰۱۱او۱۲کې تاوتریخوالی نور هم زیات شو ، پر کلیساګانو هرچیرې بریدونه وشول او د عیسویانو کورونه لوټ شول. غیر مسلم افسران ووژل شول او هندوانو او عیسویان په زوره له خپل دین نه اړول کیدل
د ظفر عزیز چوهدري په وینا ، دا ټول پیښ شوي ، مګر اوس دا د پاکستان د لږکیو خبره ده چې هغوی د اکثریت له ویرې تل نارامه او په ویره کې وي. له لږکیو سره د چلند په اړه ځینې خلک داسې انګیري چې دا د هغه هیوادونو اجنډا ده چې په نړیواله ټولنه کې د پاکستان د بدنامولو لپاره له پاکستان سره دښمني کوي او ځینې نور بیا وايي چې دا د لږکیو لخوا پخپله جوړه شوې طرحه ده چې په بهرنيو هیوادونو کې د اوسېدو فرصت ترلاسه کړي. اوس که دا منطق ومنل شي چې د پاکستان دښمنان د پاکستان بدنامولو هڅه کوي او یا دا چې اقلیتونه پخپله بهرنۍ خاوره کې د پناه اخیستو لپاره دا جال ترتیبوي ، نو بیا پوښتنه راپورته کیږي چې که ایا په اسلام آباد کې د معبد د ودانولو مخه ونیول شي نو څوک به څه کوي؟ ولې د معبد ودانی ودریده؟ او که چیرې د اسلام آباد سترې محکمې معبد ته اجازه ورکړي ، نو بیا د دې پریکړې پر ضد چا استیناف وکړ؟ هندوانو پخپله؟
ظفر عزیز وايي چې هغه په ​​پاکستان کې د دې وضعیت د ریښو او علتونو د موندلو لپاره د ډیرو لیکوالانو او څیړونکو لیکنې لټولي ، خو د یوه پاکستانی مورخ لخوا ورکړل شوی وضاحت ترټولو پراخ معلومیږي. دغه مورخ وايي چې په حقیقت کې پاکستان داسې یو هیواد دی چې پخپله خپل ځان سره جګړه کوي. په هرصورت په نړیواله ټولنه کې د پاکستان ښه تصویر به پدې پورې اړه ولري چې دلته له لږکیو سره څنګه سلوک کیږي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت