له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته احتمال شته چې پاکستاني طالبان پیاوړي شي

ليکنه: د معین الدین خان
ژباړه : پښتو څانګه
د متحده ایالاتو د سرتیرو بیرته ستنیدنه اوس د ډاډ وړ ده کله چې طالبان او متحده ایالات هوکړې ته رسیدلي ، مګر د دې وړاندوینه کول ګران دي چې د دې وروسته به د افغانستان سیاسي منظر څه ډول وي ، ځکه چې پخپله په افغانستان کې ډیری حلقې شتون لري چې لاهم د تشویش ښکار دي. بلخوا متحده ایالات به د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره کوي ، او ولسمشر ټرمپ غواړي داسې شرایط برابر شي چې د متحده ایالاتو سرتیري ژر تر ژره بیرته راشي. خو د دې خبرې په پام کې نیولو پرته چې دا به په افغانستان څه اغیزه ولري ، د دې پوښتنې نه سربیره د پاکستان په قبایلي سیمو کې یوه نوی ډول ګډوډي رامینځته شوی او له شمالي وزیرستان څخه تر جنوبي وزیرستان پورې د اندیښنې فضا جوړه شوې. دا چاپیریال نه یوازې د توضیحاتو پراساس دی ، مګر په عمل کې داسې بریښي چې د متحده ایالاتو سرتیرو د وتلو لپاره چمتووالي سره ، د پاکستاني طالبانو یعنی تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه ډیر شوي دي. دوی له قبایلي سیمو ، په ځانګړي توګه د افغانستان ، له پاکستان سره په سرحد کې راڅرګندیدل پیل کړي ، چیرې چې تحریک طالبان ځانته پټنځایونه جوړ کړي وو ، اوس له هغو څخه د باندې راووزي او په وزیرستان کې یې فعالیتونه ګړندي شوي دي. ځایی وګړي خو ډار شوي ، ورسره ډیری پاکستاني چارواکي هم اندیښمن دي چې د ۔ ټي ټي پي ۔ په پراخه کچه قبایلي سیمو ته راستنیدل به یوه لویه سرخوږی رامنځ ته نکړی
په حقیقت کې ، پاکستان د اوږدې مودې لپاره د پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان ۔ ټي ټي پي ۔ فعالیتونه زغملي ، ځکه چې دا په یو نه یو ډول د خپلو ادارو او افراطي کړیو سرپرستی وه. خوکله چې دوی پخپله په پاکستان کې د ننه حملې شروع کړې او امنیتې ځواکونه هم د دوی په نښه شول نو د دې ډلې په خلاف د ضرب عضب عملیات څو کاله وړاندې په وزیرستان کې پیل شول. په ٢٠١٦ کال کې ، د پاکستان اردو دومره بریا ترلاسه کړه چې په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان حضور ډیر کم شوی وو. ډیرو جنګیالیو له پولې اخوا په افغانستان او ځینې نور یې په پټه ایخوا دیخوا پټ شوي وو. له دې وروسته بیا د عمومي بښنې سکیم په لاره واچول شو ، چې له مخې يې دا امکان پیدا شو چې به د بیارغونې برنامه د هغه طالبانو لپاره چې تسلیم شوي وو پیل شوه. په سلهاو افراطیان تسلیم شول خو د حکومت دغه تګلاره د ځایی خلکو لخوا د خوښې وړ ونه ګرځیده او پر حکومت یې انتقاد وکړ. د طالبانو یو جګپوړی قوماندان د دې سکیم څخه ګټه پورته کړه او دا مهال د اسلام آباد په ګډون په بیلابیلو ښارونو کې ګرځي. داسې بریښي چې د ښو او بدو طالبانو منطق اوس هیڅ معنی نلري. د ښو طالبانو ځای اوس تسلیم شويو طالبانو نیولی دي. عمومي انګیرنه دا وه چې په قبایلي سیمو کې یو لږ څه امنیت په سختۍ سره رامنځته شوی وو ، نو له دې امله اړتیا وه چې د ځایی قومي جرګې او مدني ټولنو په مشوره یوه داسې جامع پالیسي جوړه شوي وای ، په کوم کې چې امنیت ، ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي عوامل پکې شامل شوي وای ، مګر دی خبرو ته هیڅ ځانګړې پاملرنه نده شوې
د قبایلي سیمې اړوند په اسلام آباد کې میشت سیاسي کارپوه احسان الله ٹیپو محسود چې اکثره وخت په افغانستان او پاکستان کې د امنیت په موضوع په نړیوالو رسنیو کې لیکنې کوي ، په دې وروستیو کې په عرب نیوز کې د وزیرستان د اوسني وضعیت په اړه خپل نظر څرګند کړی. د ده په ​​وینا ، ښه طالبان هغه وسله وال وو چې په افغانستان کې فعال وو خو په پاکستان کې دوی لخواه هیڅ ګواښ شتون نه درلود. اوس داسې ګومان کیږي چې پخواني لوی طالبان چې تسلیم شوي دي ، هغوی یوازې لباس بدل کړې او چلوټه يې کړې . اوس پدې سیمه کې دا خطر شتون لري چې بد حالات رامینځته کیدونکي دي ځکه چې په دې وروستیو ورځو کې په امنیتي ځواکونه او ځایی خلکو بریدونه مخ په ډیریدو دي. په دې بریدونو کې تر دې دمه لسګونه ملکي وګړي او چارواکي وژل شوي دي. د بریدونو زیاتوالي د ځایی خلکو تر منځ ناقرارې زیاته کړې ، او دا تور پورې کوي چې امنیتي ځواکونه د دغو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. خلک پدې باور دي چې کومو جنګیالیو ، چې د تسلیمیدو ډرامه کړې وه ، هماغه دې سیمې ته بیرته راستنېږي. د ځایی خلکو په وینا دوی د فعالیتونو له امله اړ شوي وو چې خپل کورونه پریږدي او بل چیرې پناه واخلي. دا د هغه وخت خبره ده کله چې د ضرب عضب عملیات په لاره اچول شوي وو ، او ډیر خلک سیمې پریښودو ته اړ ایستل شوي وو
محسود لیکي چې د شخړو د حل او سولې د رامینځته کولو په هڅو کې دا مهمه ده چې ځایی ښکیل اړخونه باور ته ورسیږي او د دوی په مشوره کار وشي ، خو بدبختانه چې حکومت د تسلیمیدو د پروګرام په هکله ځایی پښتون جرګه له پامه غورځولې وه. دې کار نه یوازې په ځایی خلکو کې د بیګانګی احساس رامینځته کړ ، بلکې دا ویره یې هم راپورته کړه چې ترهګري به بیا په منظم ډول پیل شي. سربیره پردې ، د بخښنې چې کومه پالیسۍ تصویب شوې دا دومره بې ثباته ده چې هر متاثره شوی شخص کولی شي په هره محکمه کې دا پالیسې وننګوي . دوهمه دا چې ، د دې پالیسۍ پراساس ، ټولو جنګیالیو سره ورته چلند کیږي ، هغه که هغه ځوان وي ، چې دماغ یې پریمنځل شوی جنګیالی وی او یا هم یو خطرناک ترهګر ، چې وحشتناک عملونه یې تر سره کړي وي
د پخوانیو جنګیالیو د بخښنې او تسلیمیدو مسله خورا نازکه ده ، په داسې یوه حالت کې د هرې پالیسۍ جوړولو څخه د مخه سترې پاملرنې او مشورې ته اړتیا لیدل کیږي. د پاکستان ډیری پخواني پوځي افسران چې د افغانستان سره په سرحدي سیمو کې کار کوي موافق دي چې کومو تروریستانو ته ، چې د معافیت او تسلیمي پالیسي وړاندیز شوي چې په افغانستان کې یې پناه اخیستې وه ،د دې پالیسی د وړاندې کولو په وخت ډیرې پاملرنې ته اړتیا وه. ځکه چې په لوی مشکل سره ، په قبایلي سیمو کې یو نسبتي ارامه فضا رامینځته شوې وه. که چیرې ترهګري په دې سیمو کې بیا وده وکړي ، نو د دې کنټرول به ډیر ستونځمن وي . پخوانیو نظامي چارواکو دا هم وویل چې له هر څه لومړی ، یوې هراړخیزې ملي پالیسۍ جوړولو ته اړتیا وه ،چې پکې امنیت ، ټولنیز او سیاسي مسایل او اقتصادي اړخونه شامل شوي وای ، او په دې توګه پارلمان ، ځایي قبایلي جرګه او د مدني ټولنې نظر هم باید اخیستل شوی وای ، مګر داسې هیڅ هم ونه شول
په زړه پورې خبره دا ده چې د پاکستان واکمنان د تسلیم شویو ترهګرو طالبانو څخه د کوم ځانګړي ګواښ احساس نکوي ، دوی د دموکراسۍ پلوه پښتون ژغورنې غورځنګ ( پي ټي ایم) څخه خورا خطر لري

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت