چین او پاکستان باید خپلو ناوړه کړو وړو ته پاملرنه وکړي
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګه
څو ورځې د مخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته تللی وو چیرته چې له چینایي سیال سره د هغه خبرې وشوې. هغه د چین له بهرنیو چارو وزیر سره په کشمیر کې د هند لخوا د راوستل شویو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. له خبرو وروسته د دواړو هېوادونو لخوا یوه ګډه اعلامیه خپره شوه. په اعلامیه کې راغلي وو چې د سوله ییزې، باثباته، په ګډون او تعاون باندې مبني او خوشاله سویلي آسیا لپاره باید ټول لوري له یو بل سره په ګډه کار وکړي او شخړې او معاملې د خبرو اترو له لارې پخپلو کې سره حل کړي. په دې توګه به د ټولو ګټې خوندي وي. دا خبره خو په آوریدلو سره په رښتیا هم چې ډیره معقوله ده مګر چون دا خبره له جمو او کشمیر سره تړل شوې نو دلته بیا دا پوښتنه را ولاړیږي چې آیا دوی هندوستان ته نصیحت کوي چې هغه به د خبرو اترو له لارې د شخړو په هوارولو کې مرسته وکړي؟ که دا خبره وي نو بیا خو لومړۍ پوښتنه دا راپیدا کیږي چې آیا د ترهګرۍ په ملاتړ سره مسلې حل کیدلی شي؟ او بل له همدې موضوع سره تړلې پوښتنه دا ده چې په منظمه توګه ترهګري څوک عام کوي او د پاکستان له خاورې څومره داسې تنظیمونه دي چې ملګرو ملتونو پورې اړوندې کمیټې هغه ترهګر بللي او ولې؟
له پاکستان او چین سره د دې پوښتنو څه ځواب دی. که چیرې دا د کشمیر په هکله خبره وي نو دا خو یو څرګند حقیقت دی چې کشمیر یوه بې سر و سامانه سیمه وه او د برصغیر د خپواکۍ نه وروسته باید داسیمه له یوه هېواد سره الحاق شوې وی. کشمیر د هغه ځای د واکمنانو لخوا له هندوستان سره الحاق کړی شوه. او کله چې یې الحاق کړې وه دا هم ټولو ته جوته ده. تر هغې لا د الحاق پریکړه شوې هم نه وه چې د پاکستان لخوا قبایلي برید وشو او په کشمیر کې چې د کومې تباهۍ او چور او تالان چاپیریال رامنځته شو نو له هغې وروسته د هغه ځای مهاراجا د الحاق په مسودې باندې لاسلیک وکړلو
څرګنده ده چې د الحاق پریکړه د ټول جمو او کشمیر لپاره شوې وه چې په هغې کې د پاکستان لخوا په ناجایزه توګه قبضه کړی شوی کشمیر هم شامل دی. په یاد مو وي چې دغه سیمه د چین او پاکستان له هغې لویې پروژې سره هم تړل کیږي په کومې کې چې چین ډیره زیاته پانګونه کوي او کومې پروژې ته چې چین د ( چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ) نوم ورکړی. د دې دواړو هېوادونو دا ګډه پروژه د هندوستان لپاره د منلو وړ نه ده او له همدې امله هند د دواړو هېوادونو پر وړاندې احتجاج وکړلو. د چین د بهرنیو چارو وزیر خو له خپل پاکستاني سیال سره په ګډه اعلامیه لاسلیک کړی دی مګر آیا دوی دا فکر کړی وو چې د دوی دا پروژه د مقبوضه کشمیر له لارې تیریږي؟ آیا د دوی په فکر کې دا معقوله خبره هم ځای لري چې په زور سره د یو چا په سیمه باندې د قبضه شوي ځای له اصلي فریق سره د خبرو کولو پرته دې داسې کار وکړی شي؟ او آیا د داسې کار کوونکی په اخلاقي یا قانوني بڼه دا حق لري چې کوم بل چا ته دې د ګډون او همکارۍ درسونه ورکړي؟
چین دا هیرکړي دي چې هغه پخپل هېواد کې د یوه ولایت ټول خلک یرغمال کړي دي. د سنګیانګ ولایت سلګونه زره اویغور اوسیدونکي چین د ټرینډ یا با شعوره او با مسسولیته ښاریانو د جوړولو په نوم په حراستي کمپونو کې یواځې د دې لپاره بند کړي دي چې هغوئ مسلمانان دي. چین د هغوۍ یو یو کس ته هم د شک په نظر ګوري. خیر دا خبره خو ټولو ته څرګنده ده چې چین د یوه ځانګړي نظر لرونکي ګوند د نظام لرونکی هېواد دی چیرته چې جمهوریت او د جمهوري نظام هیڅ مانا نلري مګر آیا د کوم ځانګړي نسل یا ځانګړي مذهب لرونکي خلک په داسې توګه په زور سره په حراستي کمپونو کې ساتل کیدلی شي چې ټول حقه حقوق یې هم ترې واخیستل شي او آیا داسې په کوم نظام کې جایز ګنل کیدلی شي؟
دا ټولې یواځې د آوریدلو کیسې نه دي. دا هر څه د چین په مسلمانه اقلیتي ولایت کې ترسره کیږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسون هم دا کار په کلکو ټکو غندلی دی. کله چې په هانګ کانګ کې جمهوریت پلوه په سیاسي توګه با شعوره ولسونو احتجاج کولو او چین د دوی غږ په بې دردۍ سره ډب کولو نو په دې وضعیت کې په هانګ کانګ کې په زده کړو بوخت د سنګیانګ زده کړیالانو غوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي او د خپلو کورنیو له غړو سره وخت تیر کړي، دوی هڅه وکړه چې له خپلو خپلوانو سره د ټیلفون له لارې اړیکه ټینګه کړي خو د ډیرو د کورنیو هیڅ مالومات نه وو. بعضې زده کړیالان په یوه نه یوه لاره هلته ولاړل خو و نه توانیدل چې خپلې کورنۍ سره وویني
د ولایت دولتي کارکوونکو ته داسې احکام ورکړل شوي وو چې دوی ته دې وویل شي چې د دوی د کورنۍ غړي په خیر او خیریت کې دي او هغوئ ټریننګ ترلاسه کوي. څرګنده ده که چیرې کوم هېواد یا نظام داسې فکر کوي چې ګواکې هغه به د حقیقت په پټولو بریالی شي نو د نن په نړۍ کې خو دا خبره د منلو وړ نه ده. دا خبره په هماغه وخت کې په نړیواله میډیا کې هم خپره شوې وه او رسنیو پاخه ثبوتونه هم وړاندې کړي وو.
که د اویغور د مسلمانانو خبره ده نو پاکستان په دې ټولو خبر هم وو چې په سنګیانګ کې څه روان دي خو بیا هم پټه خوله پاتې شول. په پاکستان کې په ځانګړې توګه د ګلګت/ بلتستان په شان مقبوضه سیمو کې خو بعضې سوداګرو د چین د اویغور له انجونو سره ودونه هم کړي دي. داسې ګڼ شمیر ښځې چې کله له خپلو عزیزانو سره د لیدلو په موخه سنګاینګ ته لاړلې نو هغوئ هم حراستي کمپونو ته واستول شوې. ډیرو خلکو خو له حکومت نه دا غوښتنې هم وکړې چې دوی ته دې د دوی د کور د ښځو په اړه مالومات ورکړل شي، دوی ته دې وول شي چې څه خبره ده او د دوی مالومات ولې نه ورکول کیږي مګر نه خو دوی ته کوم معقوله ځواب ورکړل شو او نه هم د هغو ښځو په اړه کوم مالومات ترلاسه شول. د پاکستان واکمنان د ټولې نړۍ د مسلمانانو په غم کې اوښکې تویوي مګر د دې اوښکو حیثیت د تومسا د اوښکو په شان وي. په دې معامله کې پاکستان د چین غیر مشروطه مرسته کوي یانې د چین ظالمانه کړې هماغه شان نظر اندازه کوي لکه څنګه چې چین پخپلو تورو کړنو باندې پرده اچوي
دا د دوی خپلمنځي تفاهم دی. کله چې د ترهګرو د خوندي کولو خبره کیږي نو چین تل دا هڅه کوي چې د پاکستان په ترهګرو دې کوم مصیبت نه راځي. لکه څنګه چې دوی د مسعود اظهر په معامله کې وکړل. څو وارې چین د هغه امر د ویټو کولو هڅه وکړه په کوم کې چې مسعود اظهر نړیوال ترهګر بلل کیده، مګر باالآخره هم هغه په دې لسټ کې شامل شو. د کومو خلکو د انساني حقونو ریکارډ چې دومره چټل وي نو هغه به څنګه د یوې ګډې اعلامیې په پایله کې بل چا ته ګواښ یا نصیحت وکړ1
Comments
Post a Comment