په پاکستان کې د پوځ او ملکې ادارې ترمنځ عدم توازن
لیکنه : د سهيل آنجم
ژیاړه : پښتو ځانګه
پاکستان دا مهال له خورا خراب سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی چې د ملکي او نظامي رهبرانو تر منځ د ځواک انډول وضعیت ئې لا نوره کړکیچن کړی. هلته په سیاسي فضا کې ، لا د مخه د دیموکراتیکو غږونو لپاره ډیر لږ ځای شتون درلود ، چې اوس نور هم مخ په کمیدو دی. یوه پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني یوځل ویلی وو، چې پاکستان په یوه دولت کې دننه دولت لري. خو اوس یو بل پخوانی لومړی وزیر ، نواز شریف هم وايي چې دا مسله نوره هم مخ په وړاندی تللې ده. اوس په دولت باندې د دولت وضعیت رامنځته شوی دی. په دې وروستیو کې په لندن کې د اپوزیسیون ګوندونو له کنفرانس څخه د نواز شریف د مجازی ادرس نه وروسته نظامي مشرتابه ډیر فعاله شوې ده. د کنفرانس په وخت کې ، د اردو مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم په عین وخت کې له یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره کتلي وو ، چې له کنفرانس وروسته یې خبر خپور شو. ویل کیږي چې دا خبر د دې لپاره نشر شو تر څو د مخالفینو مشرانو باور ته زیان رسولو او خلکو ته دا پیغام ولیږدوي ، چې د اپوزیسیون مشران له یوې خوا د اردو په وړاندې اولس لیکه کوي ، او له بلې خوا په پټه له پوځي چارواکو سره هم وګوری. د ریلوې وزیر شیخ رشید چي له پوځ سره نیږدې اړیکي لری هم مخالفینو ته پیغور په ورکولو سره ویلې ، د نظامي رهبري فعاله کیدو لپاره ډیری دلیلونه شتون لري چې یو له هغه څخه دا دی چې نواز شریف نظامي رهبري په داسې ډول ننګولې چې د هغه مبارزه د عمران خان سره نه، بلکې د هغه چا سره ده چې نوموړی ېې میدان ته وړاندي کړی دی
واضیح ده چې په کال ۲۰۱۴ کې کله چې عمران خان د نواز شریف د حکومت په خلاف اسلام اباد معاصره کړی وو نو هغه نو د هغه تر شا پوځ دریدلی وو . که څه هم هغه معبصره د سیاسي قدرت په تر لاسه کولو کې بریالی نشوه ، خو د پوځ لوبو بیا هم پای ونه موند . بالا خره په ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې پوځ عمران خان قدرت ته ورسورلو . خو دا یوکمزوری حکومت دی چې د کوم چا د مزستې محتاج دی . ګه څه هم د اردو دنده دا ده چې په بیرکونو کې پاتې شي او د هیواد له پولو دفاع وکړي ، خو د پاکستان اردو په سیاست کې ښکیل شویده او په سیاست کې دومره روږدي شوي چې نشي کولی له سیاسي فعالیتونو ځان ګوښه کړي او حقیقت دا دی چې له سیاست څخه لرې کیدل هم نه غواړي. دا هم غواړي په حکومتونو باندې خپل واک قائم کړي چې د ټاکنو په پایله کې راپورته شوي ،او د حکومت په ټولو پریکړو کې دخیله هم يپاتې وي. نواز شریف د قضائیه قوې په مرسته له واکه لرې کړای شو ، ځکه چې هغه د حکومت په پریکړو کې د نظامي مداخلې خلاف وو. اردو یا پوځ اوس هم د احتساب محکمې په آړ د اپوزیسیون مشرانو په وړاندې د ترسره شوي اقداماتو تر شا ده. له بلې خوا ، پوځ غواړي چې د دولت مسؤلیتونه هم ترسره کړي. د عمران خان حکومت په بشپړ ډول په اردو یا پوځ پورې تړلی دی. نظامي ملاتړ دې ته یو څه ثبات ورکړی ، خو دې کار د ملکي حکومت خپلواکي او وړتیا هم له لاسه ورکړې ده. هغه غواړي په مهمو سیاسي مسلو کې دخیله پاتې شي. کله چې د اردو له مشر سره د اپوزیسیون مشرانو د غونډې خبرونه راپورته شول ، نو ویل کیږي چې دغه ناسته د ملي مسایلو په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه. که دا ریښتیا وي ، نو دا ثابتوي چې ملکي حکومت خپل واک له لاسه ورکړی او نظامي رهبري په سیاسي چارو کې دخیله شوې ده. تر هغه چې نظامي رهبري په سیاسي چارو کې تر څه حده دخیله ده د جمعیت علمای اسلام (ایف) له مشر مولانا غفور حیدري له مرکې څخه معلومیدی شي. هغه وویل چې تیر کال د پوځ د مشر په بلنه نوموړي ورسره ولیدل. د غونډې په جریان کې ، د پوځ مشر له دوی څخه د خپلواکۍ مارچ پای ته رسیدو غوښتنه کړې وه. دا په بشپړ ډول یوه سیاسي مسله وه چې باید په سیاسي کچه حل شوې وای ، مګر د اردو مشر پکې ښکیل شو. سیاسي کتونکي پدې باور دي چې نظامي رهبري باید پدې پوه شي چې د امنیت تاسیسات هم خپل محدودیتونه لري ، چې هغه نه اقتصاد ته وده ورکولی شي او نه هم حکومتولي ته. له همدې امله د مسلم لیګ (ن) مشرانو د ګوند د مشر شهباز شریف په نیولو سخت غبرګون وښود. دوی غوښتنه کوي چې د امنیت تاسیسات د له ضعیف او بې کفایته حکومت څخه خپل ملاتړ بیرته واخلي. پدې ورځو کې د پوځ د مشر یوه وينا خپره شوې چې امنيتي ځواکونه د هر منتخب حکومت په خدمت کې دي خو عمومي نظر دا دی چې امنيتي ځواکونه د پي ټي آی حکومت پرمخ وړي. د اردو د همدې رول له امله د اپوزیسیون ګوندونو د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (پي ډي ایم) رامینځته کړی. د حکومتولۍ نشتوالی او مخ په ډیریدو قیمتی او انفلاسیون په دې ولایت کې د خلکو ناکراریو ته لاره هواره کړې ، او د خلکو ژوند ېې له خورا ستونزو سره مخ کړیدی ، خو په هر صورت دا لیدل به پاتې وي چې د اپوزیسیون ایتلاف څومره کولی شي چې خلک کوڅو ته راوړباسي. په دغه ولایت کې سیاسي تودوخه مخ په ډیریدو ده او که چیرې حکومت ځواک وکاروي نو وضعیت به نور هم خراب شي. دا به ولیدل شي چې ایا دا غورځنګ به په سیاست کې په نظامي مداخلې اغیزه ولري یا هم حکومت به وکولی شي چې د نظامي مشرتابه په مرسته د دې نا رضایتۍ مخه ډب کړي

Comments
Post a Comment